په رونډا کې چارواکي وایي د ډیر باران ورښت له کبله د دې هیواد په شمالي برخو کې په شدیدو سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه وژل شوي او د خلکو زرګونه کورونه تبا شویدي.
چارواکو پنجشنبه مې ۴ (غوایي۱۴) وویل چې ډیری کسان د هیواد په جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې مړه شوي.
په ګڼ شمیر سیمو کې د ژغورنې او لټون عمله لا هم د خټو لاندې ګیر پاتې شویو کسانو پسې ګرځي.
حکومتي سرچینې وایي چې ښایي د خلکو مرګ ژبله تر دې هم ډیره وي ځکه چې ګڼ شمیر سیمو ته لا هم د هغوي د سروې عمله نده رسیدلې او ډیر خلک تري تم دي.
یو حکومتي چارواکي خبریالانو ته وویل چې تر اوسه د ۷۷ کسانو ټپي کیدو خبر ورکړل شوی او ۳۶ تنه یې په روغتون کې لا هم تر درملنې لاندې دي.
په سیلابونو او ځمکې ښویدونو کې څه باندې ۵ زره کورونه له منځه تللي او لا معلومه نده چې څومره کسان بې کوره شویدي. حکومت د خلکو لپاره موقتي سرپناوې جوړې کړي.
د رونډا حکومتي چارواکي وایي چې سیلابونو د دې هیواد په لویدیځ کې ډیر پلونه او سړکونه له منځه وړي. د رویټر خبري اژانس بیا ویلي چې یو روغتون او ۷ نور روغتیایي مرکزونه هم په سیلابونو او ځمکې ښویدنو کې تبا شویدي.
په رونډا او ګاونډي هیواد یوګانډا کې څه باندې یوه نیمه میاشت کیږي چې په پرله پسې توګه بارانونه دي او د هوا پیژندنې ادارې ویلي چې ښایي راتلونکو ورځو کې نور بارانونه هم وشي.
په یوګانډا کې د سره صلیب ادارې ویلي چې د تیرې چارشنب په ورځ ددې هیواد په یوې غرنۍ سیمې کې څلور کسان هغه وخت مړه شول چې د کور چت یې د باران له کبله ولوید.