روسیه: د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ لومړیتوب له طالبانو سره تعامل دی

د مسکو فارمټ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې د «مسکو فارمټ» په شپږمه غونډه کې به له طالبانو سره په بېلا بېلو برخو کې په تعامل باندې تمرکز وشي.

دا غونډه د جمعې په ورځ اکتوبر څلورمه پېلېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د چهارشنبې په ورځ اکتوبر دویمه (تلې۱۱) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په دغې غونډې کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم ګډون کوي.

زخاروفا وویل چې متقي به د دغې غونډې په څنډو کې، چې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په کچې ده، د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي‌ لاوروف سره هم وویني او په دوه اړخیزو مسائیلو بحث وکړي.

نوموړې وویل چې په دغې غونډې کې به د افغانستان د سولې د بهیر تر څنګ «په سیاسي، اقتصادي، د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د کابل او سیمې د حکومتونو ترمنځ د عملي تعامل زیاتوالی» د غونډې لومړیتوب وي.

روسیې په ۲۰۱۷ کال کې د «مسکوفارمټ» د افغانستان د بحران د حل او په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاقو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ په هدف جوړ کړ.

په دغې غونډې کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي تر څنګ، د پاکستان، ایران، هند، چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان استازي هم ګډون کوي.

دا راپور د روسیې د تاس اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.