روسیې د مسکو څخه د امریکا د سفیر مرستیال وویست

د روسیې چارواکو تر اوسه د دې امریکایي دپلومات د ایستلو د دلیل په هکله څه ندي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړله چې په مسکو کې د امریکا د سفیر مرستیال بارت ګورمن د هغه هیواد څخه ایستل شوی.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د موضوع په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي، "د سفیر د مرستیال پر ضد د روسیې اقدام د کوم پارونې پرته شوی. مونږ دا تشدد پیدا کوونکی ګام بولو او پخپل غبرګون غور کوو".

روسیي د امریکا ددې جګپوړي دپلومات د ایستلو دلیل ندی روښانه کړی خو دا اقدام پداسې حال کې کیږي چې په اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په هکله په متحده ایالاتو او لویدیځو هیوادونو کې اندیښنې ډیرې شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په اعلامیې کې همدرانګه ویلي چې "تر بل هر وخت اوس مهمه ده چې د دواړو حکومتونو تر منځ د اړیکو د ساتلو لپاره دپلومان پخپل حال وي".

په اعلامیې کې ویل شوي، "مونږ په روسیې غږ کوو چې په بې اساسه توګه د امریکایي دپلوماتو شړل بند کړي او زمونږ د ماموریت د بیرته رغولو لپاره دې ګټور کار وکړي".

ښاغلی ګورمن په مسکو کې د امریکا په سفارت کې تر سفیر وروسته جګپوړی دپلومات او د ټیم مهم غړی و. هغه څه باندې درې کاله کیده چې په مسکو کې یې ماموریت کاوه.

دا لومړی ځل ندی چې د مسکو او واشنګټن تر منځ د دپلوماتانو پر سر جنجال پیدا کیږي. دواړو هیوادونو تر دې وړاندې هم د یو بل دپلوماتانو په بیلا بیلو پلمو ایستلي دي.

واشنګټن تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د ۲۷روسي دپلوماتانو او د هغوی له کورنیو غوښتي وچې د ۲۰۲۲کال د جنورۍ تر ۳۰پورې له متحده ایالاتو څخه ووځي او روسیې بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې له هغو امریکایي دپلوماتانو څخه چې څه دپاسه درې کاله په مسکو کې اوسیدل، وغوښتل چې په یوه میاشت کې دې دا هیواد پریږدي.