د مراکش زلزلې ته چې څه دپاسه ۲۰۰۰ تنه پکې مړه شوي نړیوال غبرګون

د مراکش زلزله

په مراکش کې له وژونکې زلزلې څو ساعته وروسته، چې څه دپاسه ۲۰۱۲ کسان په کې مړه او څه دپاسه ۲۰۵۹ کسان ټپیان شوي، د بېلابېلو هېوادونو مشرانو د دغه طبیعي ناورین له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې ويلي، چې دغه زلزله پر ځايي وخت د شپې په ۱۱:۱۱ بجو د مراکش د جنوب لویديځ په ۷۱ کيلومترۍ کې د ځمکې لاندې ۱۸،۵ کيلومتره ژوره رامنځته شوې ده.

ځایی رسنیو راپور ورکړی چې د مراکش په روغتونونو کې د ټپیانو شمیر "خورا زیات" دی او د وروستیو رپوټونو له مخې د ۷۲۰ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن چې دا مهال د جي-۲۰ هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې دی، د پېښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې امریکا د پیښې قربانیانو ته د "هر ډول اړینو مرستو برابرولو ته چمتو ده."

بایډن ددې زلزلې په غبرګون کې په یوې اعلامیې کې وویل: "زه په مراکش کې د زلزلې له امله د خلکو په مړینه په ژوره خواشینی یم."

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جينپينګ د شنبې په ورځ د سپتمبر په نهمه نېټه د مراکش پاچا، شپږم محمد او د دغې مرګونې طبيعي ناورين قربانيانو ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس د دغې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې هېواد یې له مراکش سره د مرستې لپاره د ژغورونکو ډلو د استولو وړاندیز کړی دی.

البارس چې په هند کې د جي-۲۰ په سرمشریزه کې دی خبریالانو ته وویل چې د اړتیا په صورت کې به اسپانیه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په بیا رغونه کې برخه واخلي، خو ټینګار یې وکړ چې دا مهال د خلکو د ژغورنې لپاره هر څومره چې ممکنه وي مرسته کوي.

د افريقا د اتحاديې د کميسون مشر موسى فقي محمد د مراکش له پاچا او خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې په مراکش کې د دغې خونړۍ طبیعي پيښې له امله ژور اندیښمن شوى دى.

د واتیکان په وینا، د نړي د کاتولیکانو مشر پاپ له زلزلې وروسته له مراکش سره خپل "ژور پیوستون" څرګند کړی دی.

په عین حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې هغه د زلزلې په خبرونو "خورا غمجن" شوی دی او زیاته یې کړه چې "فرانسه د لومړنیو مرستو رسولو لپاره چمتو ده".

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز وویل "زموږ فکر د دغې ویجاړونکې زلزلې له قربانیانو سره دی. زموږ خواخوږي له ټولو زیانمنو شویو سره ده".

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني وویل چې د زلزلې د غمجنې پیښې په تلفاتو خبره شوی او زیاته کړې یې ده چې "ایټالیا په دې بیړني حالت کې د مراکش ملاتړ ته چمتو ده."

د اروپایی کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین "د مراکش له خلکو سره د سختې زلزلې په اړه" خواخوږي څرګنده کړې، او د اروپايي اتحادیې لوړپوړي دپلوماټ جوزپ بوریل ویلي چې دا ټولنه چمتو ده چې مراکش ته "هر ډول مرستې چې وغواړي" چمتو کړي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې، "د مراکش پاچا محمد شپږم او ټولو مراکشیانو ته د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو په اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي". هغه په ټولنیزو رسنۍ لیکلي: "اوکرایین په دې غمجن وخت کې له مراکش سره پیوستون څرګندوي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته احساسات څرګند کړي او د مراکش پاچا ته یې په یو پیغام کې ویلي چې "موږ د مراکش د دوست ولس په درد او غم کې شریک یو".

د هند صدراعظم نریندرا مودي، چې د جي-۲۰ سرمشریزې کوربه دی، وویل چې هغه "په مراکش کې د زلزلې له امله د خلکو په مړینې ډیر دردیدلی دی".

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، "زموږ مراکشي وروڼو سره په دې سخت وخت کې هر ډول ملاتړ" ته تیار یو.

د متحده عربي اماراتو مشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان وویل، "موږ په دې سخت وخت کې د مراکش د سلطنت سره ولاړ یو او د ټولو زیانمنو شویو کسانو لپاره د چټکې رغیدنې هیله کوو".

د اماراتو د دولتي خبري اژانس WAM په وینا، شیخ محمد بن زاید آل نهیان مراکش ته د "د هوا له لارې د اړینو مرستو رسولو" امر هم کړی دی.

ایران چې د مراکش سره یې اړیکې خړې پړې دي ددې غمجنې پیښې په اړه یې ددې هیواد سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده او د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني ویلي چې عراق «د هر ډول مرستو رسولو ته تیار دی.»

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې ښاغلي نتنیاهو "ټولو دولتي ارګانونو او ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د مراکش خلکو ته هر ډول اړینې مرستې چمتو کړي، چې سیمې ته د مرستندویه پلاوي لیږل په کې شامل دي." اسرائیل د ۲۰۲۰ کال د ابراهیم تړون له مخې د مراکش په ګډون د یو شمیر عربي هیوادونو سره اړیکې عادي کړي دي.

د اردن پاچا دوهم عبدالله هم له خپل حکومت څخه غوښتي چې د مراکش سره هر ډول اړینې مرستې وکړي.

د سعودي عربستان په پلازمینه جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي، حسین براهیم طها، د "قربانیانو د بخښنې او د زخمیانو د عاجلې روغتیا" دعا وکړه.