فلیپین کې چارواکو څه باندې زر قاچاق شوي انسانان ژغورلي

پولیسو ویلي چې انساني قاچقبرانو د خلکو سره په لومړي سر کې د ښې تنخوا په بدل کې د کار ورکولو ژمنه کړې وه خو وروسته یې هغوي په زور اړ کړي و چې آن اتلس ساعته کار وکړي.

په فلیپین کې چارواکي وایي پولیسو په یوې چاپې کې چې د پایتخت مانیلا څخه دوه ساعته لیرې په یوې سیمې کې یې وهلې، څه باندې زر کسان یې ژغورلي چې د بیلا بیلو آسیایي هیوادونو څخه انساني قاچاقبرانو راوستي و او په زور اړ شوي و چې تر ۱۸ ساعتونو کار وکړي.

پولیسو جمعه مې ۵ (غوایي۱۵) ویلي چې دا قاچاق شوي کسان یې د مابلاکات په ښارګوټي کې په یو کور کې پیدا کړي چې د ډجیټلي پیسو جعل کاریو کې یې کار کاوه.

د فلیپین د سایبي جرمونو ضد ملي پولیسو یو چارواکي، تورن میشل سابینو امریکا غږ ته وویل چې دې کسانو په فیس بوک او جوړې پیدا کولو په اپلیکیشنونو کې د خلکو سره دوکې کولې او پیسې یې ترې پټولې.

ښاغلي سابینو وویل، " دې کسانو ښودله چې د (دوکه شویو) کسانو سره مینه لري او بیا یې ترې پیسې اخیستلې".

پولیس وایي انساني قاچاق شوي کسان د ویتنام، چین، اندونیزیا، فلیپین، نیپال، مالیزیا، برما، تایلند او تایوان اتباع دي خو دا یې ندي ویل چې هغوي ښځینه دي که نارینه.

د پولیسو دې چارواکي وویل چې د دوکې ورکولو دا مرکز یوې جنایي ډلې چلاوه چې په اصل کې د چین اتباع دي.

هغه زیاته کړه چې د قاچاق شویو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د ښه معاش ژمنه کیده خو وروسته بیا پدې کورونو کې په زور ساتل کیدل او د هر کور مخې ته وسله وال محافظین دریدل تر څو دا کسان ونشي کړی بهر ته ووځي.

په فلیپین کې چارواکي وایي وروسته تر هغه یې د دې کورونو په هکله پلټنې پیل کړلې چې د اندونیزیا څخه چارواکو ورته د خپلو اتباعو په هکله چې پدې کورونو کې ګیر پاتې وو، خبر ورکړ.

د دوکې ورکولو دغه شان مرکزونه یوازې په فلیپین کې نه بلکې په برما، لاووس او کمبوډیا په ګډون د جنوب ختیځې آسیا په څو هیوادونو کې پخوا لیدل شوي. مبصرین چې د دې کاروبار په هکله معلومات لري وایي چې لس ګونه زره کسان د همدې کاروبار لپاره قاچاق کیږي او په ملیاردو ډالر پکې ښکته پورته کیږي.

د جعل کارۍ ضد نړیوال سازمان وایي ډیری کسان چې د دې کاروربار لپاره قاچاق کیږي هغوي دي چې لوړې زده کړې یې کړي او په ټولنیزو شبکو کې د کار کولو ښه مهارت لري.

دې سازمان امریکا غږ ته وویل چې د کرونا وبا له کبله یو شمیر کسان بې روزګاره شول او له همدې کبله په نورو هیوادونو د کار کولو لپآره یې زړه ښه کړ چې وروسته پوه شول د انساني قاچاق ښکار شوي.

د دې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې انساني قاچاق کوونکي ډیری وخت د هغو کسانو پسې ګرځي چې د انګریزي تر څنګ د چین په ژبه هم پوه شي ځکه چې ډیری کسان په همدې دوو ژبو پوهیږي او دوکه ورکوونکي په آسانۍ کولی شي د هغوي سره خبرې وکړي.

سره لدې چې په نورو هیوادونو کې د دوکې ورکولو دا ډول مرکزونه په لیرې پرتو سیمو کې دي خو د فلیپین د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډې کې څرګنده شوې وه چې ډیر شمیر دا ډول مرکزوه په ښاري سیمو کې هم جوړ شوي.