په ترکیه کې د ترکي سپین واین خوښونکي

په ترکیه کې د ځايي سپینو واین شرابو څښلو ته تقاضا زیاته شوې او د واین شرابو کارخانې نشي کولای د تقاضا او تولید ترمنځ انډول وساتي.

له انقرې څخه د یو ساعت په واټن کې د وینکارا د شراب جوړولو د کارخانې کارکونکی کانډاس مسیر وایي، "موږ په خورا چټکۍ سره خرڅلاو کوو. موږ نشو کولی مخ په زیاتیدونکي غوښتنو ته ځواب ووایو، په ځانګړي توګه د نوي کال د جشنونو په درشل کې."

کله چې د لوی جشن نمانځلو خبره شي، نو شاید لږ خلک دا فکر وکړي چې په بازار کې د فرانسوي شامپین، هسپانوي کاوا او ایټالوي پروسیسکو د برلاسي توب له کبله دې د ترکي سپین واین یو بوتل ترلاسه کړي.

خو د ونکارا واین شراب، چې د ترکيې د محلي انګورو څخه جوړیږي؛ کوم چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې له منځه تللو په حال کې و، په ۲۰۲۰ کال کې یې په فرانسه کې په یوه سیالۍ کې د نړۍ د تر ټولو غوره خوندورو شرابو په توګه د سرو زرو مډال وګاټه.

په هغه کې د "یاسسین" میوې مزه چې په ترکي کې د "هورې" په نامه یادیږي داسې خوشبوی لري لکه د فرانسې په ختیځ کې جوړیدونکي واین شراب یې چې لري.

وینکارا، د ترکیې د شرابو لومړنی کارخانه وه چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د کالیچیک په کوچني ښارګوټي کې د خپلو تاکونو څخه د دودیز شامپین د میتود په کارولو سره د دا ډول شرابو تولید پیل کړ.

نورو بیا دا تولید په چټکۍ سره تعقیب کړ. د ترکیې د اسلامي محافظه کاره حکومت لخوا د شرابو د څښاک د مخنیوي لپاره د مالیاتو د زیاتوالي سره سره، ترکانو په تیرو ۱۵ کلونو کې د تولید په درې چنده زیاتوالي سره، وچ سپین واین او پنځه چنده زیات روښانه شراب جوړوي.

د شرابو یوه کارپوهه اندریا لیمیوکس، چې له ۱۱ کلونو راهیسې په استانبول کې ژوند کوي، وایي، چې د ترکیې سپین واین شراب لا تر اوسه د فرانسوي او ایټالوي شرابو ځای ته نه دي رسیدلي، "خو ښه کیفیت لري".