له ۲۰۱۴ راهیسې تر ۵۰ زرو ډېر کډوال د ښه ژوند په لټه کې مړه شوي – راپور

د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) چهارشنبه نومبر ۲۳ (لیندۍ۲) ویلي چې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۵۰ زره کډوال د ښه ژوند په لټه کې مړه شویدي.

د دې نړیوالې ادارې په تازه راپور کې چې " د ورکو شویو پناه غوښتونکو پروژه" نومیږي ویل شوي چې ددې پدیدې د مخنیوي لپاره هیڅ یو –اصلي، ترانیزیت او یا ورودي – هیواد کوم اقدام ندی کړی.

جولیا بلیک چې د راپور په لیکلو کې یې همکاري کړې پدې هکله وویل، " پداسې حال کې چې د کډوالو په مسیرونو کې هر کال د زرګونو کسانو مړینه ثبت شوې، د دې غمیزو مخنیوی خو پریږده، چې د رسیدګۍ لپاره یې ډیر لږ کړنې شویدي".

پدې راپور کې ویل شوي چې د ورکو شویو کډوالو څخه ۳۰ زره یې داسې دي چې هیڅ ډول پیژندګلوي یې نده شوې پدې معنی چې ۶۰ په سلو کې کسان چې د کډوالو په مسیرونو کې مړه شوي، معلومه نده چې څوک و. د کډوالو نړیوالې ادارې ویلي چې زرګونه کورنۍ لا هم د ځواب په تمه دي.

خو دې ادراې ویلي هغه ورک شوي کډوال چې هویت یې څرګند شوی، څه باندې ۹ زره یې د افریقا، تر ۶۵۰۰ ډیر یې د آسیا او ۳ زره نور یې د نورو لویو وچو اوسیدونکي و.

په راپور کې ویل شوي چې افغانستان، سوریه او برما د هغو هیوادونو د لیست په سر کې راځي چې اوسیدونکي یې د تشدد او جګړو له کبله هیواد پریږدي او نورو هیوادونو ته کډه کیږي.

د ۵۰ زرو مړو شویو کډوالو څخه د نیمایي زیات یې په اروپا کې دننه او یا هم اروپا ته په لارې کې تري تم شوي. د مدیترانیې بحیرې په مسیر کې بیا ۲۵۱۰۴ کډوال مړه شوي. په راپور کې ویل شوي چې پدې بحیرې کې لږ تر لږه ۱۶ زره کډوال ډوب شوي چې مړي یې هیڅ ندي موندل شوي.

افریقا دویمه لویه وچه ده چې ډیر کډوال پکې وژل شوي. د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا تر ۹ زره ډیر کډوال د همدې لویې وچې په مسیر کې وژل شوي.

په عین حال کې د امریکا په لویې وچې کې د نږدې ۷ زرو کډوالو مړینه ثبت شوې چې پدې کې ۴۶۹۴ کسان یې متحده ایالاتو ته په لار مړه شوي. یوازې د امریکا او مکسیکو تر منځ په سرحد کې د ۴ زرو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې همدارنګه ویلي چې ۶۲۰۰ کډوال په ټولې آسیا کې په لارو مړه شوي.

په راپور کې ویل شوي چې په آسیایي هیوادونو کې په مړو شویو کډوالو کې ۱۱ په سلو کې یې ماشومان و چې نورو مسیرونو په پرتله دا ډیر ستر رقم دی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې ټینګار کړی چې د ژوند کولو حق په ګډون باید تل د نړیوالو قوانینو درناوی وشي.