عیني شاهدان: ایتوپیا کې په قومي شخړې کې د ۲۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي

په ایتوپیا کې عیني شاهدان وایي په یوې حملې کې چې د ارومیا په سیمه کې یکشنبه جون ۱۹ (غبرګولي۲۹) شوی تر دوو سوو ډیر خلک وژل شوي چې ډیری یې د امهارا قبیلې غړي و.

د برید ملامتي په یاغیانو اچول شوې خو یاغیانو ویلي چې دا برید هغوي ندی کړی.

دا د ایتوپیا په معاصر تاریخ کې چې د وګړو د شمیر له پلوه افریقا کې دویم ستر هیواد دی، یوه تر ټولو خونړۍ قومي حمله بلل کیږي.

د سیمې یو اوسیدونکي عبدالسید طاهر اې پي خبري اژانس ته وویل چې د ۲۳۰ کسانو مړي یې شمارلي او ویلي یې دي چې په ملکیانو یې دومره خونړی برید پخپل عمر کې ندی لیدلی.

ښاغلي طاهر وویل، "مونږ دا خلک په ډله ایزو قبرونو کې خښوو او لا هم د اجسادو په راټولولو اخته یو. د فدرالي پوځ قطعې را رسیدلي خو ډاریږو چې که هغوي ولاړ شي، بریدونه به بیا پیل شي".

د شامبل په نامه یو بل عیني شاهد چې د خپل خوندیتوب له کبله یې یوازې خپل اول نوم د اې پي خبري اژانس سره شریک کړ ویلي چې ښایي د امهارا په قبیلې بل برید هم وشي. ښاغلي شامبیل وویل چې دا قبیله څه باندې ۳۰ کاله کیږي چې پدې سیمه کې میشته ده خو اوس لکه "چرګان" وژل کیږي او باید یوې بلې سیمې ته یوړل شي.

دواړو عیني شاهدانو ویلي چې دا بریدونه د ارومو د آزادۍ پوځ په نامه یاغیانو کړي او د ارومیا سیمه ایز حکومت یې هم ملامتي په همدې ډلې اچولې. حکومت ویلي یاغیانو ځکه دا برید کړی چې د فدرالي امنیتي ځواکونو لخوا د پیل شویو عملیاتو مقابله نشي کولی.

خو بل پلو بیا دې یاغي ډلې په برید کې لاس لرل رد کړي.

د دې ډلې ویاند اوډا تاریبي په یو پیغام کې چې د اې پي خبري اژانس ته یې لیږلي ویلي، "کوم برید چې تاسو ورته اشاره کوئ، د رژیم پوځ او سیمه ایزو ملیشو کړی ځکه چې هغوي تازه د تعرضي عملیاتو څخه په شا تمبول شوي".

دې ویاند ویلي چې پوځ او ملیشو په سیمه کې په خلکو برید کړی او د هغوي کورونه یې ځکه وران کړي چې شک کیږي د سیمې خلک د یاغیانو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، "زمونږ وسله وال حتی د برید څخه وړاندې دې سیمې ته رسیدلي هم نه و".

د ایتوپیا په ګڼ شمیر سیمو کې قومي شخړې روانې دي چې ډیری یې د تاریخي او سیاسي عواملو له کبله کیږي. امهارا چې په ایتوپیا کې دویمه ستره قبیله ده او شاوخوا ۱۱۰ ملیونه وګړي لري، ډیری وخت پرې بریدونه کیږي په ځانګړي توګه د ارومیا په سیمه کې .