مخملباف د بریتانیا حکومت د افغان هنرمندانو منلو ته وهڅاوه

ایراني فلم حوړونکي او ډایرکټر محسن مخملباف

ایراني فلم حوړونکي او ډایرکټر محسن مخملباف، چې په بریتانیا کې ژوند کوي، د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ ۷) د بریتانیا په پارلمان کې د وینا کولو پر وخت ددې هیواد له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان هنرمندانو د اوسیدلو لپاره زمینه برابره کړي.

مخملباف چې د برتانیې د پارلمان د کلتور، رسنیو او سپورټ کمیټې په استماعیه غونډه کې یې له خپلې لور حنا، زوی میثم او بریتانوي فلم جوړونکي جیمي میلویل سره یو ځای خبرې کولې، بریتانوي وکیلانو ته هغه خطر په ګوته کړ چې په افغانستان کې هنرمندان ورسره مخامخ دی.

هغه د طالبانو لخوا د افغان هنرمندانو د وژلو د څو قضیو په یادولو سره وویل: "طالبان د فرهنګ ضد یو حرکت دی ... د دغو خلکو [افغان هنرمندانو] دلته (بریتانیه) ته راوستل یوازې د دې خلکو د ژوند ژغورل نه دي د فرهنګ ژغورل هم دي."

مخملباف وویل چې افغان هنرمندان د "لوړ خطر" سره مخ دي، ځکه د هغه په وینا، هغوی مشهور او ښه پیژندل شوي او په اسانۍ سره پیژندل کیږي. هغه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې له خپلو ماشومانو – حنا او میثم – سره په برتانیا کې ژوند کوي، په ایران کې یې د خپل ژوند په وړاندې یوه وژونکې هڅه تجربه کړې ده.

دغه ایراني الاصله ډایرکټر او فلم جوړونکي د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره یو کمپاین پیل کړی او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ دمخه یې د ۸۰۰ افغان هنرمندانو، فلم جوړونکو، لیکوالو او سندرغاړو لیست جوړ کړی و.

هغه لیکلي برتانوي قانون جوړونکو ته وویل چې ۳۰۰ فلمي فیسټیوالونو ته یې لیکلي او د افغان هنرمندانو د ملاتړ لپاره یې د مختلفو حکومتونو دروازې ټکولي، تر دې چې د هغه په وینا یوازې څو ورځې مخکې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک تر لاسه کړي، د فرانسې حکومت حاضر شو چې ۲۷۹ افغان هنرمندان ومني او میشت یې کړي.

دغه پېژندل شوی هنرمند چې د کانز په ګډون د نړۍ له معتبرو نړیوالو فیستیوالونو څخه یې د هنر ګڼې جایزې ګټلې دي، تر دې دمه یې له افغانستان څخه بهر د ۳۹۸ افغان هنرمندانو د لېږد زمینه برابره کړي، چې ۳۰۱ هنرمندان په فرانسه، ۸۰ یې په جرمني او ۱۷ نور یې په متحده ایالاتو کې میشت شوي دي.

مخملباف همداراز په بهر د هغو مبشتو رسنیو پر نفوذ ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره خپرونې لري. هغه وویل چې هغوی د طالبانو د هغو پلانونو په وړاندې مبارزه کوي چې ټولنه افراطي کوي. هغه زیاته کړه، د هنرمندانو ژغورل د افغانستان د کلتوري او فرهنګي میراثونو ژغورنه ده او کله چې دوی له افغانستان څخه وایستل شي، "د افغانستان د خاموشه خلکو غږ کیږي."

مخملباف وویل چې اوس هم شاوخوا درې زره هنرمندان او د هغوی کورنۍ په افغانستان کې ژوند کوي او ژوند یې په خطر کې دی. هغه زياته کړه، چې د دغو هنرمندانو يو شمېر خپلوان په بريتانيا کې دي، خو تر اوسه په دې نه دي بريالي شوي، چې بیا مېشتېدو پروګرام له لارې برتانيا ته ولېږدول شي.

جیمي مولویل په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو ته د افغانستان د سقوط په اړه د "فهرست" په نامه مستند فلم په لیدلو سره چې د حنا مخلمباف له خوا جوړ شوی، د افغان هنرمندانو د مرستې لپاره ددې کورنۍ له کمپاین سره یوځای شو. هغه د برتانیا د حکومت پر بیروکراسۍ د نیوکې پرمهال وویل: "دا د کډوالۍ او پناه پوښتنه نه ده، دا د بشري تخلیې بحث دی."

مولویل د افغان هنرمندانو پاتې شويو اثارو ته په اشارې سره وويل: "دا په ښه توګه مستند شوي دي. موږ کولی شو ثابت کړو چې هغوی څه کاره دي، د هغوی د کارونو نمونې لرو، موږ کولی شو تاسو ته د هغوی کارونه او د هغوی اړیکې دلته وښیو."

د برتانیا د پارلمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر جون میاشتې پورې شاوخوا ۲۹ زره افغانان بریتانیا ته لېږدول شوي، چې نیمايي یې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د پوځي تخلیې په بهیر کې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.