'مودي‌ د مسلمانانو په ضد څرګندونو تورن شوی دی'

د هند صدراعظم نرندرا مودي

د هند صدراعظم نرندرا مودي خپل ګوند ته د هندوانو د رایې د راجلبولو لپاره د مسلمانانو په ضد د څرګندونو له امله د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د تفرقې په اچولو تورن شوی دی.

د هند صدراعظم د مسلمانانو رایه د ”جهاد رایه“ بللې ده. هغه د سه شنبې په ورځ د مدهیا پردیش په ایالت کې وویل چې رای ورکوونکي‌ دې د ”جهاد رایې“ او د ”رام حکومتوالۍ“ ترمنځ په محتاطانه توګه
انتخاب وکړي. رام په هندویزم کې یو له خدایانو څخه دی.

مودي دغې انتخاباتي‌ غونډې ته وویل:”د تاریخ په دې حساس وخت کې باید تاسې تصمیم ونیسئ چې غواړئ د جهاد رایې بهیر ته دوام ورکړئ او یا د رام د حکومتوالۍ په ملاتړ رایه ورکړئ.“

هغه زیاته کړه: “تروریستانو په پاکستان کې د هند په خلاف جهاد پیل کړی دی او دلته د کانګرس ګوند د بهارتیا جنتا په خلاف د جهاد رایې اعلان کړی دی او د یو مشخص دین [مسلمانان] له پلویانو غواړي‌ چې د مودي‌ په خلاف په یووالي‌ سره رایه ورکړي."

کارپوهان وايي‌ مودي‌ او ګوند یې غواړي‌ چې د مسلمانونو په ضد څرګندونو سره هندوان هڅوي‌ ترڅو خپلې رایې هغوی ته ورکړي.

د دهلي‌ د پوهنتون استاد اپوروانند امریکا غږ ته وویل چې د بهارتیا جنتا ګوند روان انتخابات د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په جګړې بدل کړی دی.

همداشان د هند صدراعظم تیره میاشت په راجستان ایالت کې وویل که د کانګرس ګوند انتخابات وګټي د هندوانو پانګه به په مسلمانانو وویشي.

مخالفو ګوندونو او د مدني‌ حقونو ډلو د نرندرا مودي‌ پر دغو څرګندونو انتقادونه کړي‌ دي. په هند کې د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې مودي‌ د هند مسلمانان "هیولا" معرفي کوي‌ او د هغوی حقونه په خطر کې اچوي.

د سختو انتقادونو سربیره د بهارتیا جنتیا ګوند ټولو مشرانو په انتخاباتي‌ کمپاینونو کې د مسلمانونو ضد څرګندونو ته دوام ورکړی دی. د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه چې د دغه ګوند مهم غړی دی په تیلانګانا ایالت کې وویل چې کانګرس ګوند ته رایه ورکول ”جهاد ته د رایې“ ورکولو په معنا ده.

هغه وویل: ”د نرندرا مودي‌ د ۲۰۲۴ کال عمومي انتخابات د راهول ګاندي (د کانګرس ګوند مشر) په وړاندې دي‌ او دغه راز د پرمختګ لپاره رایه او د جهاد لپاره رایه ترمنځ سیالي ده.“

د مودي‌ او د ګوند د غړو له خوا یې د ”جهاد رایې“ په تړاو یادونه وروسته له هغې پیل شوه چې د سماج وادي‌ ګوند یوې مشرې ماریا علم تیره میاشت په اترپردیش که له مسلمانانو څخه وغوښتل ترڅو د رایې جهاد ته ولاړ شي‌ او د بهارتیا جنتا ګوند له واکه لرې کړي.

علم امریکا غږ ته وویل چې مودي د جهاد له کلمې څخه په بله معنا استفاده کوي‌ او په داسې حال کې چې د دغې کلمې اصلي‌معنا هڅه ده او هغې د همدې هدف لپاره کارولې ده.

هغې زیاته کړه: ”دا چې په څه ډول رسنیو او د حاکم ګوند مشرانو زما خبرې تحریف کړي دي،‌ حیرانه شوم.“

تیره میاشت د هند اوسیدونکو او د بشري‌ حقونو فعالانو د هغه هیواد د انتخاباتو له کمیسیون څخه وغوښتل چې د مودي‌ او د هغه د ګوند د مشرانو د پاروونکو ویناو په ضد اقدام وکړي.

د کانګرس ګوند چې په روانو انتخاباتو کې د مودي‌ د ګوند اصلي‌ رقیب ګڼل کېږي‌ د انتخاباتو پر کمیسیون انتقاد کړی او ویلي‌ یې دي‌ چې د مودي‌ په خلاف یې هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

مودي‌ تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو داسې بریښي چې د ګوند یو شمیر مشران یې د هغه د دا ډول څرګندونو سره موافق نه دي.