طالبان: لا هم له بلغاریا څخه افغانستان ته د ۱۸ افغانانو د جسدونو د انتقال هڅه کوو

عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د پرله پسې هڅو سره سره دا وزارت له بلغاریا څخه افغانستان ته د هغو ۱۸ افغانانو د جسدونو په انتقال نه دي بریالي شوي، چې نږدې درې میاشتې وړاندې یې صوفیا سره نږدې په یوه پیښه کې ژوند له لاسه ورکړی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د پنجشنبې په ورځ مۍ۱۱(ثور۲۱) رسنیو ته په یو استولي غزیږ پیغام کې ویلي، چې دا وزارت او په بلغاریا او ترکیه کې د افغانستان نمایدګۍ لا هم هڅه کوي، چې د هغو ۱۸ افغانانو مړي، چې اروپا ته په قاچاقي لار د سفر پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و کابل ته انتقال کړي.

ضیا احمد تکل وویل، چې د بلغاریا په پایتخت صوفیا کې د افغانستان سفارت او په انقره او استانبول کې د افغانستان نمایندګۍ په ګډه او جدي ډول خپل وطن ته ددغو افغان کډوالو د جسدونو د انتقالولو لپاره هڅې کوي.

ښاغلي تکل وویل: "متاسفانه د افغانستان پر بانکي سکټور د نړیوالو بندیزونو له امله د مړو د انتقال لپاره پیسې یو بلغاریايي شرکت ته، چې باید انتقال شوی وې دوه ځلې بیرته مسترد شوي دي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، چې دغه بلغاریايي شرکت د جسدونو د انتقال لپاره د هر جسد پر سر ۲۲۰۰ ایرو اخلي او د طالبانو حکومت هم دغه شرکت سره موافقه کړې ده.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ په ۱۷(سلواغې ۲۸) صوفیا سره نږدې په یوه لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو د موندلو خبر ورکړی و او ویلي و، چې دا افغانان په "غیرقانوني" توګه دغه هیواد ته ننوتي و.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې په دغه لارۍ کې شاوخوا څلویښت افغان کډوالو، چې د لرګیو لاندې یې ځانونه پټ کړي و سفر کوه.

طالبانو د بلغاریا د کورنیو چارو د وزارت د اعلان وروسته افغانستان ته په یو چارتر الوتکه کې ددغو افغانانو د جسدونو د انتقال لپاره چمتوالی ښودلی و.

ضیا احمد تکل پر نړیوالې ټولنې باندې په دې انتقاد وکړ، چې ځان د بشري حقونو مدافع معرفي کوي، خو د طالبانو حکومت ته ددې اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان څخه بهر د خپلو اوسیدونکو غم وخوري.

ښاغلي تکل وویل:" مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې سیاسي او بشري مسایل سره ګډ نکړي او د افغانستان اوسني حکومت سره بشري مسایلو کې له تعامل څخه کار واخلي ترڅو حکومت ( طالبانو) وکولی شي د خپلو اوسیدونکو بشري حقونو ته لاس رسی ولري او په بهر کې، چې هغوی د کومو ستونزو سره مخ دي هغه هوارې کړي".

ضیا احمد تکل له افغانانو هم وغوښتل، چې په غیرقانوني ډول بهرنیو هیوادونو ته د سفر کولو څخه ډډه وکړي.

افغانستان د نړۍ په هغوڅو هیوادونو کې شامل دی، چې په زیات شمیر اوسیدونکي یې ددغه هیواد څخه بهر د کډوالۍ ژوند کوي. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته له دغه هیواد څخه په لویه کچه د افغانانو د وتلو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده.

د ملګروملتونو د یوراپور له مخې په تیرو نږدې شلو میاشتو کې یوازې له یو میلیون څخه زیات افغانان ایران او نږدې درې سوه زره نور پاکستان ته کډه شوې دي.