د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په ۱۳۹۹ کال کې په ټول هیواد کې نژدې ۲میلیون او ۱۸۰زره ټنه شیدې تولید شوي دي.
د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه اپرېل ۱۱(وري ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې فاریاب، بغلان، تخار، میدان وردګ، هرات، بلخ، کندهار، کندز او سمنګان له هغه ولایتونو څخه دي چې ډيرې شیدې پکې تولید شوي دي.
له دې ډلې څخه په فاریاب کې ۲۰۰، بغلان کې ۱۴۸ او تخار کې ۱۸۲ ټنه شیدې تولید شوي چې تر نورو ولایتونو مخکې دي.
ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د یاد وزارت د راپورونو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د غواوو ۸۱۹ فارمونه شتون لري چې زیاتې شیدې له همدې فارمونو څخه تر لاسه کیږي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان له کاله ۲،۹میلیون ټنه شیدو ته اړتیا لري چې په وینا یې اوس مهال نژدې یو میلیون شیدې له بهر څخه افغانستان ته واردیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس اوس مهال په دغه هیواد کې شااوخوا څلور میلیون غواوې او نژدې ۲۰ میلیون پسونه په افغانستان کې شتون لري.