د خیبر پښتونخوا په شانګله کې وسله والو سه شنبې دسمبر ۱۷ (لیندۍ ۲۷) پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
امنیتي مقاماتو وویل چې په موټرسایکلونو سپاره بریدکوونکي د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالي شوي دي. تراوسه هیچا د ډیورنډ پولې ته څېرمه په دغه سیمه کې د برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.
د ځايي پولیسو یو مشر ناصر خان وویل چې ژوبل پولیس نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یو بیان کې دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
نقوي ویلي چې "خوارج" په دغه برید کې لاس لري. دا اصطلاح په اسلام اباد کې د چارواکو له خوا د پاکستاني طالبانو لپاره کارول کیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ددې پېښې په اړه نور جزیات ورنه کړل.
په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې وسله والو بریدونه زیات شوي چې د ډیرو دغو بریدونو پړه په بلوچستان کې پر بلوڅ بیلتون غوښتونکو او د "تحریک طالبان پاکستان" پر ډلې اچول شوې ده.
د پاکستاني طالبانو په اړه ویل کیږي چې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره نږدې اړیکې لري.
د نومبر په میاشت کې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د یوې امنیتي پوستې ترڅنګ په یو موټر کې د ځای په ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله ۱۲ امنیت ساتونکي ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.