د متحدو ایالتونو د ورجینیا ایالت د فیرفکس سیمې د جنایي جرایمو د تحقیقاتو پولیسو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۰) اعلان وکړ په یو لړ عملیاتو کې یې اوه داسې کسان نیولي چې هڅه یې کوله په انلاین شکل له ماشومانو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
پولیسو ویلي دي چې نیول شوي کسان د ۲۶ او ۵۲ کلونو ترمنځ عمرونه لري او د هغوی د نیول کیدو عملیات د تیر کال په ډسمبر میاشت کې ترسره او تورن کسان د څو ورځو په جریان کې ونیول شول.
دغو کسانو ظاهرا د انټرنټ په مرسته، له پولیسو افسرانو سره چې ځانونه یې ماشومان ښکاره کړي وو، د جنسي رابطې غوښتنه کړې وه.
پولیسو وروسته له هغه هر شکمن په هغه سیمه کې ونیو چې له وړاندې ورسره هوکړه شوې وه او یاد کسان ځکه دې سیمو ته راغلل چې پولیسو هغوی ته ځانونه ماشومان معرفي کړي وو.
ددغو ټولو کسانو تورونه چې اوس په بند کې دي ظاهرا یو شان دي. د فیرفکس سیمې پولیسو ویلي یادو کسانو د انټرنټ له لارې هڅه کوله چې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو سره جنسي رابطه جوړه کړي او یا یې هم هڅه کوله چې "ماشومانو سره د ناوړه ازادیو" جرایم ترسره کړي.
دغه اوه کسان په مجموع کې د جرایمو له ۴۹ مواردو سره مخ دي چې ډیره برخه یې له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو سره د جنسي رابطې د جوړولو پورې اړوند مسایل دي.
په دې کسانو کې یو هم د افغانستان تبعه ۳۰ محمد شکیب ستانکزی دی چې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه سیمه کې اوسیږي. نوموړی د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۲ نیټه د ۱۵ کلونو څخه له یو کم عمره ماشوم څخه د جنسي رابطې د غوښتلو د یو مورد او له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشوم سره د "ناوړه آزادیو" د جرم د ترسره کیدو د یو مورد په تور، تورن شوی دی.
د ناوړه آزادیو جرایم د متحدو ایالتونو په قوانینو کې پراخ تعریف لري. په مجموع کې هغه کسان چې ۱۸ کاله او یا له هغه ډیر عمر لري، دا ډول جرایم ترسره کوي او له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشوم هدف ګرځوي.
د بیلګې په ډول که یو کس له ۱۸ کلونو ډیر عمر ولري او له یو ماشوم سره په موټر،کوټه او یا بل ځای کې د یوځای کیدو غوښتنه وکړي، یا له ماشوم سره د جنسي رابطې غوښتنه وکړي ، یا خپل محرم ځایونه ورښکاره کړي او یا له هغه وغواړي چې لاس وروړي نو دا ډول کړني له "ماشوم سره د ناوړه آزادویو" په جرایمو کې شاملیږي.