د رسنیو څېړنې ښيي چې په اوکراین کې ۶۶ زره روسي سرتېري وژل شوي

د روسیې په ولګاګراد کې په اوکراین کې د وژل شویو روسي سرتیرو یوه هدیره

د روسیې ازادې رسنۍ میډیازونا د شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي لسم) وویل چې د دوی د اټکل په اساس تر ۶۶ زرو زیات روسي پوځیان د اوکراین په جنګ کې وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې میډیازونا د ازادو سرچینو د معلوماتو په اساس له بي بي سي سره په ګډه د پېژندل شویو سرتېرو د وژل کېدو د لېست پر جوړولو باندې کار کوي.

له دې وړاندې په اپریل میاشت کې دوی ویلي و چې تر ۵۰ زرو زیات روسي پوځیان د اوکراین په جنګ کې وژل شوي دي.

میډیازونا د شنبې په ورځ وویل: "د اګست تر ۳۰ پورې موږ د ۶۶۴۷۱ روسي سرتېرو نومونه پېژنو چې په جنګ کې وژل شوي دي."

دا لیست ښيي چې په تېره یوه میاشت کې د وژل شویو روسي سرتېرو په شمېر کې تر ۴۶۰۰ زیاتوالی راغلی دی. میډیازونا ټینګار کړی چې دا شمېره کره نه ده ځکه چې په وینا یې د زیات شمېر سرتېرو د وژل کېدو په اړه معلومات نه دي‌ شریک شوي.

د میډیازونا یوې خبریالې اناستزیا الکسیوا وویل چې د وژل شویو سرتېرو دغه شمېر "په کرسک کې د اوکراین د یرغلیزو عملیاتو یا په ختیځ کې د روسیې پرمختګ سره تړاو نلري." د هغې په وینا څیړونکي لا هم د هغو وژل شویو سرتېرو په اړه پر راپور جوړولو کار کوي چې په اړه یې معلومات نه دي شریک شوي.

د دغه راپور په اساس زیات شمېر روسي سرتېري چې له اوکراین سره په جنګ کې وژل شوي دي عمرونه یې د ۳۳ او ۳۵ ترمنځ و. همدا شان ۱۲ زره هغه بندیان چې د اوکراین په وړاندې د جنګ کولو په بدل کې له زندان څخه ازاد شوي و په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

د ۲۰۲۲ عیسوي کال له فبروري میاشتې راهیسې کله چې روسیې پر اوکراین برید وکړ میدیازونا او بي بي سي په جنګ کې د وژل شویو روسي ځواکونو د شمېرې پر راټولولو کار پیل کړی دی. دوی د روسیې د وژل شویو ځواکونو شمېرې له رسمي راپورونو،‌ رسنیو، د سپوږمکۍ انځورونو او تازه قبرونو څخه راټولې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د روان عیسوي کال په جون میاشت کې وویل چې کابو ۷۰۰ روسي سرتېرو په اوکراین کې جنګ کاوه.

مسکو په ندرت سره په اوکراین کې روسي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات شریکوي. د روسیې دفاع وزارت د ۲۰۲۲ عیسوي کال په سپټمبر کې ویلي‌و چې ۵۹۳۷ روسي سرتېري له اوکراین سره په جنګ کې وژل شوي‌ دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د ۲۰۲۴ عیسوي کال په فبروري کې وویل چې د روسانو د یرغل په وړاندې د مبارزې په لومړیو دوو کلونو کې ۳۱زره اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.