د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان امنیتي ځواکونو منظور پښتین نیولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی دی.

دغه غورځنګ وايي، پوليسو او ملېشه ځواکونو لومړى د تربت-چمن پر لاره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان ډزې وکړې او بيا يې ونيو.

منظور پښتین په خپله ایکس (ټویټر) ټولنیزه پاڼه کې د دې غورځنګ له پلویانو وغوښتل شوي چې ارام واوسي او د دې غورځنګ د مرکزي کمېټې پرېکړې ته انتظار وباسي.

خو د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی چې پولیسو منظور پښتین وروسته له هغه نیولی چې د چارواکو په وینا، د هغه ساتونکو له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.

د پوليسو یو چارواکي وويل، پوليس او ملېشه ځواکونه په تلاشۍ کولو بوخت وو چې د پښتين سره ملګرو وسله والو کسانو و نه غوښتل چې د دوی موټر ودروي او پر امنيتي ځواکونو يې ډزې وکړې.

دغه پوليس افسر، چې د جيو نيوز په راپور کې د مرستيال کمشنر په توګه معرفي شوى او نوم يې نه دى اخيستل شوى، وويل چې امنيتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې او وسله وال له سيمې په تېښته بريالي شول.

تر دې وړاندې د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په منظور پښتین تور پورې کړی و چې د چمن احتجاجي غونډه یې یو ځل بیا د حکومت ضد افواهاتو لپاره کارولې ده. خو هغه زياته کړه، چې د پښتین د موټرو پر کاروان د ډزو له کېدلو څخه خبر نه لري.

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د حکومت له اجازې پرته غونډه پیل کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي فدا محمد قبايل امریکا غږ ډیوه راډیو ته وویل، چې په دې ډزو کې پښتنو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د چمن پرلت

د پاکستان حکومت حکم کړی چې د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته خلک له پاسپورټ او ویزې پرته د چمن له لارې افغانستان ته د تګ او راتګ اجازه نه لري.

د دې پرېکړې پر ضد له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې په چمن کې پرلت روان دی او ګډونوالو یې د پاکستان له حکومته غوښتي چې دغه پرېکړه دې لغوه کړي.

د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د نومبر په ۲۹مه له مظاهره کوونکو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دوی غوښتنې یې اورېدلي او په دې اړه له مرکزي حکومت سره خبرې کوي.

خو بله ورځ د دغه ایالت د اطلاعاتو وزیر وویل چې دغه احتجاجي غونډه د پاکستان د حکومت پر ضد په یوه پلیټ فارم بدله شوې ده.