مذهبي کرکه؛ کاناډا کې د يوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

د کاناډا پولیسو ویلي چې د انتریو په ایالت کې د یوې کاناډایي مسلمانې کورنۍ د څلور غړو وژنه "د کرکې په وجه" رامنځ ته شوې ده.

د کاناډا د انتریو د لندن ښار د پولیسو مقاماتو ویلي چې یو کاناډایي ۲۰ کلن ځوان ناتانیل ولتمن، د تیرې یکشنبې په ورځ خپل موټر د یوې مسلمانې کورنۍ پر غړو وخیژاوه چې د سړک په غاړه پلي روان وو.

د پولیسو په وینا پدغه پیښه کې ددغه پاکستاني الاصله مسلمانې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي او یو بل غړی یې سخت ټپي شوی دی. له پیښې وروسته ولتمن نیول شوی او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ د څلورو انسانانو د وژلو او یو بل انسان د وژنې د هڅې په تور محکمې ته حاضر کړای شي.

د انتریو د پولیسو یو مقام پاول ویټ، وویل: "داسې مدارک شته چې دا کار له مخکې پلان شوی، عمدي او د کرکې په وجه شوی دی. باور لرو چې ددې پیښې قربانیان د هغوی د اسلامي عقیدې په خاطر په نښه شوي دي."

ښاغلي ویټ وویل چې د لندن ښار پولیس د پولیسو د مرکزي ادارې او څارنوالۍ سره په بحث بوخت دي چې دغه پیښه د "تروریزم" په تور محکمې ته وړاندې شي.

پولیسو ویلي چې ولټمن جرمي سابقه نلري او تر اوسه روښانه نده چې د کومې ډلې غړیتوب لري او یا هم پدې کار کې بل کوم کس هم د هغه سره لاس درلود که نه.

که څه هم د کاناډا پولیسو ددې پیښې د قربانیانو نومونه ندي اخیستي، خو کاناډایي رسنیو ویلي چې په قربانیانو کې ۴۶ کلن سید افضل او ۴۴ کلنه میرمن یې مدیحه سلمان، ۱۵ کلنه لور یې یمنه افضل او د سید افضل ۷۴ کلنه مور شامل دي. ددې کورنۍ نهه کلن ځوی فایض افضل، چې سخت ټپي شوی په روغتون کې بستر دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د کاناډا په کیوبیک کې په یو جومات باندې د وسله وال برید وروسته چې شپږ تنه لمونځ کوونکي په کې وژل شوي وو د یکشنبې د ورځې پیښه په کاناډا کې په مسلمانانو باندې خونړی برید دی.

غبرګونونه

د کاناډا د لندن ښار ښاروال اډ هلوډر، خبریالانو ته وویل: "ددې کورنۍ په ویر ناست یو، چې د درې نسلونو غړي یې له لاسه ورکړل. دا عمل ډله ییزه وژنه ده چې د مسلمانانو، د لندن ښار د اوسیدونکو په وړاندې شوې او د بسارۍ کرکې نه ریښه اخلي."

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو، په یو ټویټري پیغام لیکلي چې ددې خبر په اوریدو سره "هک پک " شوی دی. ښاغلي ترودو ویلي: " له اسلام څخه ډار زمونږ په هیڅ یوې ټولنه کې ځای نلري. دا ډول کرکه بدمرغه او له نفرت څخه ډکه ده او باید مخه یې ونیول شي."

د کاناډایي مسلمانانو د شورا رئیس مصطفی فاروق، ویلي چې دغه پیښه "د کاناډا په خاوره کې ترهګریز برید دی او باید په همدې ماهیت ورسره چلند وشي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان، دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا برید په غربي هیوادونو کې د "اسلام‌ نه د مخ په زیاتیدونکي ډار" بیانوونکې ده. ښاغلي خان په ټویټر لیکلي: "نړیواله ټولنه باید په پیوستون سره د اسلام نه د ډار پر ضد مبارزه وکړي.

ددې پیښې نه یوه ورځ وروسته د انتریو ایالت یو شمیر اوسیدونکي د دوشنبې په ماښام د پیښې په ځای کې راټول شوي وو او د قربانیانو په یاد یې د ګلانو ګیډۍ کښیښودلې او هغوی ته یې دعا وکړه.