د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم برازیل ته د ماتې په ورکولو سره د سرو زرو مډال وګټه
د امریکا د متحده ایالاتو د ښځو د فوټبال ټیم د شنبې په ورځ اګست لسم (زمري ۲۰) د ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو د ښځو د فوټبال د ټورنمنټ په فاینل یا پای لوبه کې د برازیل لوبډلې ته یو - صفر ماتې ورکړه.
د امریکا ټیم پدې بریا سره د المپیک د سرو زرو مډال خپل کړ او دا په تیرو ۱۲ کالونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم د سرو زرو مدال ګټي.
د امریکا د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې غړې میلوري سواسن د لوبې په ۵۷ دقیقه کې د ګول په وهلو سره خپل ټيم بریا ته ورسوه.
د ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو د ښځو د فوټبال په ټورنمنټ کې برازیل د سپینو زرو او المان د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
دا پنځم ځل دی چې امریکا په دغو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټي. د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم په ۱۹۹۶، ۲۰۰۴، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې هم د المپیک د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.