د امریکا د لاس انجلس په اور کې د مړو شمېر ۲۴ ته ورسېد

شاوخوا ۱۴۰۰۰ اور وژونکي د اطفائیې له ۱۳۵۴ موټرو او ۸۴ الوتکو سره په لاس انجلس کې د اور د کنترولولو په عملیاتو بوخت دي.

د متحدو ایالتونو په لاس انجلس کې د لګېدلیو پراخو اورونو له کبله د مړو شمېر د دوشنبې په ورځ، جنوري ۱۳ (مرغومي ۲۴)، لږ تر لږه ۲۴ تنو ته ورسید او چارواکو خبرداری ورکړی چې په لولپه شویو سیمو کې د نورو مړو د موندل کیدو امکان شته.

د امریکا په لویدیځ ساحل کې د کالیفورنیا په ایالت کې د اور لمبې په داسې حال کې بلې دي چې د موسم د څار ادارو د زیاتېدونکي باد له کبله نورو سیمو ته د اور د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.

د بیړنیو حالاتو د مدیریت د فدرالي ادارې (فیما) مشرې ډین کریسویل د سي این این تلویزیون ته وویل: "بادونه په احتمالي توګه نور قوي او خطرناک کیږي او دا وړاندوینه نه کیږي چې په کوم لور ځي."

ځايي چارواکو وېره ښودلې چې د اور خپرېدو د لاس انجلس ښار ګڼ میشتې سیمې له خطر سره مخامخ کړي دي چیرې چې د ګیټي موزیم، کالیفورنیا پوهنتون او نور مشهور عامه ځایونه موقعیت لري.

د لاس انجلس د مالیبو سوځېدلې سیمه

د کالیفورنیا سناتور اډم شیف سي این این تلویزیون ته وویل چې سوځېدلې محلې "په جګړه کې د ځپل شویو سیمو په څېر ښکاري، ټول اوسېدونکي ورڅخه تللي دي." شیف زیاته کړه چې داسې وضعیت یې پخوا نه وو لیدلی او "دا حالت خورا سخت او زړه ماتونکی دی."

د کالیفورنیا والي ګیوین نیوسم د این بي سي تلویزیون ته وویل چې د اور اندازې او اوښتو مالي زیانونو ته په پام سره، ښايي د متحده ایالاتو په تاریخ کې دا ترټولو سخت طبیعي ناورین وي.

د موسم د څارنې "اکیو ویدر" ادارې د اور له کبله اوښتي زیانونه د ۱۳۵ میلیارد څخه تر ۱۵۰ میلیارد ډالر اټکل کړي دي او د زیاتې مالي خسارې یو لامل دا ښودل شوی چې په اور کې زیات شمېر داسې کورونه سوځېدلي چې د هر یو قیمت میلیونونه ډالر دی.

نیوسم د اور د پراخېدو او د اور وژنې لپاره د اړینو اوبو د کمښت د لامل معلومولو لپاره د تحقیقاتو امر کړی دی. هغه وویل: "خلک په سرکونو باندې پوښتنه کوي چې د اوبو په سیستم باندې څه بلا پرېوته."

نیوسم زیاته کړه: "موږ ټول ددې پوښتنې ځواب غواړو... موږ غواړو په حقیقت پوه شو. دا د یو او بل د ګرم ګڼلو مسئله نه ده بلکې زه غواړم چې د ستونزې لامل په دقیق ډول څرګند شي."

د کالیفورنیا والي د جمعې په ورځ د ایالت چارواکو ته امر وکړ چې په سیمه کې د ۴۴۰ میلیون لیتره اوبو د یو بند د ناکاره کېدو او په ښار کې د اطفائیې لپاره د ځانګړو شویو شیردانونو د وچېدو لامل معلوم کړي.

اور وژونکو د شنبې په ورځ په لاس انجلس کې د لګېدليو اورونو د ترټولو سختې څپې د مهارولو هڅه کوله. د باد د شدت له کبله اور ۴۰۰ هکتاره نوره سیمه لاندې کړه. په سیمه کې د باد د شدت د زیاتېدو وړاندوینه شوې ده.

غوره شوي عکسونه

د کالیفورنیا د ځنګلونو د ساتنې او اور وژنې ادارې عملیاتي مشر کریسټین لیټز د شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل: "موږ ته پکار دي چې د ژغورنې په هڅو کې له شدت څخه کار واخلو."

د موسم د حال معلومولو ملي ادارې د سه شنبې تر ورځې پورې په لاس انجلس کې د ۴۸ کیلومتره پر ساعت دوامدار باد وړاندوینه کړې ده چې د څپو شدت یې په ساعت کې تر ۱۱۲ کیلومترو هم رسیږي.

د لاس انجلس په څلورو بیلا بیلو سیمو کې لګېدلیو اورونو ۱۶ زره هکتاره ځمکه لاندې کړې او ۱۲۰۰۰ ودانې ویجاړې شوي دي. لږ تر لږه ۱۵۰ زره خلکو ته د خپلو کورونو پریښودو امر شوی او ۷۰۰ کسانو په نهو پناه ځایونو کې پناه اخیستې ده. په څلورو سیمو کې د لګېدليو اورونو لاملونه تر څېړنې لاندې دي.

د لاس انجلس په التادینا سیمه کې سوځېدلې موټرونه

چارواکو وویل چې په دوو سیمو کې لګېدلي اورونه تر ۷۶ او ۹۰ سلنې کنترول شوي خو ژغورونکي په دوو نورو ځایونو کې توانېدلي چې اور یوازې تر ۱۱ او ۱۵ سلنې مهار کړي. تر ټولو شدید اور د پالیسېډ په سیمه کې بل دی چې یوازې ۱۱ سلنه کنترول شوی او خبرداری ورکړل شوی چې ښايي د زیات نفوس لرونکې سیمې ته خپور شي.

د کالیفورنیا د اطفائیې چارواکي جیم هډسن خبریالانو ته وویل چې اور وژونکي درې لومړیتوبونه لري چې پکې "د ژوند ژغورل، د ملکیتونو خوندي کول او د اور بشپړ وژل" شامل دي.

شاوخوا ۱۴۰۰۰ اور وژونکي د اطفائیې له ۱۳۵۴ موټرو او ۸۴ الوتکو سره په لاس انجلس کې د اور د کنترولولو په عملیاتو بوخت دي. له دغو هڅو سره د مرستې لپاره له نهو ایالاتونو او ګاونډي مکسیکو هېواد څخه پرسونل کالیفورنیا ته رسېدلی دی.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.