لیتوانیا د حزب الله ډله د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړه

په لبنان کې د حزب الله د ترهګرې ډلې مشري حسن نصرالله کوي.

لیتوانیا د حزب الله وسله والې ډلې ټولې څانګې د تروریستي سازمانونو په لیست کې شاملې کړلې.

له دغې پرېکړې وروسته د حزب الله ډلې غړي او د دې ډلې پورې اړوند کسان لیتوانیا ته د تګ اجازه نلري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لیتوانیا دا اقدام ستایلی.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي " مونږ د اروپایي اتحادیې د غړیو دولتونو نه غواړو چې په ملي او د اروپایي اتحادیې په کچه ددې تروریستي سازمان په خلاف ودریږي."

په اعلامیې کې د اروپا د اتحادیې د غړیو هیوادونو نه غوښتل شوي چې د حزب الله د وسله والې ډلې سره د مالي مرسته کوونکو مخه دې ونیسي او ددې دلې غړیو ته دې اجازه نه ورکوي چې د هغوي خاورې ته دننه شي.

د لیتوانیا نه وړاندې جرمني هم د همدې کال د اپریل د میاشتې په ۳۰ نېټه د حزب الله په سیاسي او نظامي څانګې بندیز لګولی و او ویلي وو چې دواړو څانګو تر منځ توپیر نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د حزب الله ترهګرو د ایران دولت په غوښتنې، د امریکا په متحده ایالاتو، اروپا او د منځني ختیځ په هیوادونو کې بریدونه کړي چې سلګونه کسان پکې وژل شوي او د زرګونو نورو کسانو لپاره کړاونه پیدا کړي.

په اعلامیې کې راغلي چې د حزب الله ډله د لبنان خودمختاري کمزورې کړې او د لبنان د ولس په قیمت یې خپلې وسلې او مالي چارې خوندي ساتلي دي.