د لبنان عامې روغتیا وزارت: د اسرائیل په هوایي بمباریو کې سه شنبه ۵۵ تنه وژل شوي

آرشیف

د لبنان د عامې روغتیا وزارت سه شنبه اکټوبر لومړۍ ( تلې لسمه) ویلي چې د اسرائیل په څو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۵ تنه وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپي شویدي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ د سه شنبې ورځې هوایي بریدونو په هکله څه ندي ویلي خو دې پوځ په سیمه ایز وخت د چارشنبې په ورځ ویلي چې هوایي ځواکونه به یې په ټول منځني ختیځ کې قوي بریدونو ته دوام ورکړي.

د لبنان عامې روغتیا وزارت دا ندي ویلي چې په هوایي بریدونو کې وژل شوي، عام خلک که د حزب الله غړي و.

اسرائیل ویلي چې په بریدونو کې د حزب الله وسله وال او د همدې ډلې پورې تړلې زیربنا په نښه کوي خو له سیمې راپورونه وایي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عین حال کې د لبنان د اضطراري ملي ادارې ویلي چې د تیر کال اکټوبر میاشتې اوومې نیټې راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې او حزب الله او اسرائیل هم په یو بل بریدونه کړي، په لبنان کې ۱۸۷۳ تنه وژل شویدي.

اسرائیل داسې مهال په منځني ختیځ کې د هوایي بریدونو د دوام خبره کړې چې ایران پدې هیواد باندې ۱۸۰ بالاستیک توغندي وار کړیدي. اسرائیل ویلي چې ایراني چارواکو غټه اشتباه کړې او قیمت به یې ادا کوي خو ایران بیا ویلي که اسرائیل ځوابي عمل وکړي، دوی به نور بریدونه وکړي.

تر دې وړاندې د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې امنیتي ځواکونه یې د لبنان سره له شمالي پولې اوښتي او همدې پولې سره نږدې د حزب الله وسله والو په خلاف یې "هدفي ځمکنۍ چاپې" پیل کړیدي چې په همدې سیمې کې د میشتو اسرائیلي اتباعو لپاره ژر پیښدونکي خطر دي.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره شوې، پرته لدې چې ووایي څومره سرتیرو پدې ځمکنیو عملیاتو کې برخه اخیستې وه او دا چې د حزب الله وسله والو سره مخامخ شوي که نه، ویلي چې د سیاسي مشرتابه پریکړې سره سم د "ملکي دفاع ځواکونو د یو څو ساعتونو لپاره، د کره استخباراتو معلوماتو له مخې د حزب الله ترهګرو په خلاف محدود، سیمه ایز او هدفي ځمکنۍ چاپې پیل کړیدي".

د اسرائیل پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هوايي او توپچي قواوو په ملاتړ، د لبنان په جنوبي سرحدي سیمو کې د حزب الله په مرکزونو باندې "پلي هدفي بریدونه" کړي او په دغه سیمه کې په شاوخوا ۲۰ میشتځایونو کې له خلکو څخه د وتلو غوښتنه شوې ده.

تر دې وړاندې د اسرائیل دفاعي ځواکونو هم د حزب الله وسله والو پر ضد د ځمکنیو چاپو اعلان کړی و او په شمال کې خپلې درې سیمې چې د حزب الله وسله وال پرې د څو میاشتو راهیسې د توغندیو بریدونه کوي، "تړل شوې نظامي سیمه" اعلان کړې وه او پدې معنی چې ښایي نور ډیر نظامي پرسونل هلته واستول شي چې د حزب الله وسله والو په خلاف جګړه وکړي.