اسرائیل په لبنان کې د حزب الله مالي شرکتونه ویشتي دي

په لبنان کې دولتي مطبوعاتو ویلي چې د اسرائیل پوځ یکشنبه اکټوبر ۲۰ ( تلې ۲۹) د پایتخت بیروت په شاوخوا کې یو شمیر شرکتونه بمباري کړي چې د حزب الله وسله والې ډلې پورې اړه لري.

د لبنان ملي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د اسرائیل پوځ ۱۱ هوایي بریدونه کړي چې اکثریت یې د قرض الحسن په نامه بانکونو شوي چې اسرائیل وایي همدا بانک د اسرائیل پر ضد جګړې کې د لبنان سره مالي مرستې کوي.

تر دې بریدونو وړاندې د اسرائیل پوځ خبردرای ورکړی و چې د دې بانک په څانګو به هوایي بریدونه کوي او د سیمې له اوسیدونکو یې غوښتي و چې دې بانکونو څخه دې ځانونه لیرې وساتي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګیلانت د یکشنبې په ورځ سرتیرو ته په وینا کې ویلي و چې پوځ د حزب الله وسله والو په خلاف عملیاتو ته شدت ورکوي او غواړي هغه ځایونه له منځه یوسي چې د حزب الله ډله یې د اسرائیل پر ضد د بریدونو لپاره کاروي.

د اسرائیل همدې خبرداریو څخه سمدستي وروسته په سیمې کې د غټو چاودونه غږونه واوریدل شي خو تر اوسه یې جزیات ندي خپاره شوي چې چاودنې د څه شي له کبله وې ؛ د مرګ ژوبلې او وراني په هکله هم لبناني مطبوعاتو څه ندي ویلي.

سره لدې چې د اسرائیل د پوځ ویاند د اکس په شبکې د برید څخه وړاندې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې د دې هیواد دفاعي ځواکونه د قرض الحسن په اتحادیې بریدونه کوي او له هغوي یې غوښتي و چې په سمدستي توګه له سیمې ووځي، عیني شاهدانو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د بیروت ښار په یو شمیر ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼې له کبله د موټرو تګ راتګ بند شوی و.

د لبنان ملي خبري اژانس په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې یو برید د بیروت هوایي ډګر سره نږدې شوی چې دې هیواد ته د بشري مرستو رسولو او د خطر سره مخ کسانو وتلو لپاره یوازینۍ لار ده.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې په سیمې کې و، ویلي سره لدې چې د هوایي بریدونو څخه وروسته په سیمې کې دود لیدل کیده، خو بیا هم د بیروت هوایي ډګر څخه د سوداګریزو الوتکو پروازونه کیدل.