قرغیزستان د ازادۍ راډیو خپرونې بندوي

د ازادۍ راډیو لوګو

په قرغیزستان کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د خپرونو د ځنډولو پرېکړه وکړه. د امریکا متحده ایالتونه دا راډیو تمویلوي.

د قرغیزستان په مرکز بشکیک کې محکمې وویل چې د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په غوښتنې یې دا پرېکړه کړې ده.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د قرغیزستان څانګه د ازاتیک راډیو په نوم یادېږي.

د محکمې په پرېکړې کې ویل شوي دي چې دا حکم سمدستي نه عملي کېږي او د استیناف لپاره ۳۰ ورځې وخت شته. د ازاتیک راډیو ویلي دي‌ چې د محکمې دا پرېکړه نه مني او په ضد به یې عریضه کوي.

په قرغیزستان کې د ازاتیک راډیو یوه مهمه راډیو بلل کېږي چې په منظم ډول په مستبد حکومت باندې انتقادونه کوي او د مخالفو ډلو او په حکومت کې دننه د فساد په اړه راپورونه خپروي.

د ازادۍ راډیو مشر جیمي فلای په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغې «ظالمانه پرېکړې» په ضد به استیناف ته مراجعه وکړي.

فلای ويلي دي: «موږ ته تاریخ راښودلي دي چې کله خلک واقعي اطلاعات غواړي او حکومت یې سانسوروي، د ترلاسه کولو لپاره یې لارې چارې موندل کېږي.»

د قرغیزستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جنورۍ په میاشت کې اعلان وکړ چې د دغې راډیو په ضد به محکمې ته عریضه کوي. وزارت ویلي وو چې له دغې راډیو څخه یې غوښتي وو د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ د نښتې په اړه ویدیو حذف کړي، په دغې جګړې کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول.

د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په پرتله په قرغیزستان کې د بیان ازادي کمه ده او د بشري حقونو ډلو په دغه هېواد کې د بیان د ازادۍ ځپل غندلي دي.