د شمال په ځینو ولایتونو کې د خلګو ځمکې غصب شوي

په شمال ختیځو ولایتونو کې د ځمکو غصب د خلکو تر منځ د جنجالونو لویه ستونزه ګڼل کیږي. په شمال ختیځو ولایتونو کې له دولتي ځمکو پرته په زیاته اندازه د خلکو شخصي ځمکې هم د یو شمیر هغو کسانو له خوا غصب شوي چې د وسله والو او زورورو له خوا حمایه کیږي.

یوه اندازه نورې ځمکې بیا د قوماندانانو او دولتي چارواکو له خوا چې په دولتي ادارو کې فعال مامورین دي غصب شوي دي، په کندوز ښار کې د ریس اباد په نامه دولس جریبه ځمکه چې اوس په کې د ټولو هغو وسله والو قوماندانانو او یو شمیر تیرو شوو والیانو کورونه جوړ شوي چې پر دولتي ادارو کې يې لویې دندې درلودې.

د عسقلان سیمه کې هم عامو خلکو چې د یو شمیر قوماندانانو بړیڅي دي د نورو هغو خلکو ځمکې نیولي او کورونه يې په کې جوړ کړي چې د جګړو پر وخت له سیمې وتلي وو.
محمد ابراهیم ترکمن د زراعت ریاست د ملکیتونو مدیر وايي چې دوي څو ځله سیمه ییزو ادارو ته مکتوبونه لیږلي چې ددغه ریاست غصب شوی ځمکې له زورواکانو راوګرځوي خو تر چارواکو پرې غوږ نه دی ګرولې ،، تر اوسه د ملکیتونو د مدیریت له خوا نهه سوه دوه شپیته تنه پیژندل شوي چې د زراعت ریاست ځمکې يې غصب کړي دي، ولایت او څارنوالۍ ته مو خبر ورکړې خو هیڅ اقدام نه دی شوی.،،

سپین زر شرکت په شمال ختیځو ولایتونو کې پریمانه ځمکې لري، او ټولو هغه ولسوالیو کې يې نمایندګیانې جوړې شوی وې چې د پنبې کښت په کې وده کړې وه، خو اوس ددغو ټولو نمایندګیو او ځمکو ملکیت له بل چاسره دی. په کندوز کې د سپین زر شرکت ریس خوشال راسي وايي،، په بدخشان کې د سپین زر یوزر شپږ سوه څلور څلویښت جریبه نیول شوي او دا ټول زورور خلک دي په امام صیب کې او تپه بریده کې هم د سپین زر ځمکې نیول شوي دي، خو په عمومي توګه د سپین زر شرکت (۲۶۵۰) جریبه ځمکه يې نیول شوی ده.،،

خوشال راسي وايي چې دوي په وار وار خپل غږ او چت کړی او له زورور یې د سپین زر شرکت د ځمکو د خلاصون چیغه کړې خو تر اوسه يې هیڅ مثبت نتیجه نه ده ورکړې ،، په تیرو دوه درې کالو کې د سپین زر شرکت له خوا او د ولایت له خو اجرات شوی خو نتیجه يې داسې نه وه چې ځمکه بیرته لاس ته راشي.،،

په کندوز ښار کې سپین زر شرکت دخپلو مامورینو لپاره تقریبا پنځه سوه کوره فامیلي لري خو په دغه فامیلي کې ټول هغه قوماندانان او وسله وال اوسي چې په یوه نه یوه طریقه پر دولتي ادارو او چارواکو واک لري، کرایه نه ورکوي او ویستل يې هم د شرکت د مسولینو لپاره ستونزه ده.

د ځمکو د غصب ستونزه یوازې په شمال ختیځو ولایتونو کې نه بلکې په ټول افغانستان کې د خلکو لویه ستونزه ده، که د ځمکو د غصب ستونزه حل شي د خلکو تر منځ جګړې او شخړې هم کمیدای شي د بغلان یو تن اوسیدونکی هم د ځمکو د غصب په اړه شکایت لري،، په سلګونو جریبه نوره دولتي ځمکه هم غصب شوی خو غاصبین په کور کې ناست دی له دولت نه مو هیله داده چې ویې نیسي.،،

څه موده وړاندې شمال ختیځو ولایتونو ته د ځمکو د غصب د پيښو د څیړلو په موخه هیئت راغلی و خو فکر نه کیږي چې یو جریب ځمکه يې هم بیرته خپلو څښتنانو ته سپارلي وي. ددغه هيئت مسولینو د خپلو کارونو د خنډ یوازینې لامل واسطې ګڼلې چې ددوي د کار مخه يې نیوله.

ګل رحیم نیازمن- کندز