د ترکیې د مهماتو په یوه فابریکه کې په چاودنه کې ۱۲ تنه مړه شوي

د ترکیې د بالیکسیر ولایت د چاودېدونکو توکو په یوه فابریکه کې د چاودنې خپور شوی تصویر

د ترکیې چارواکو سه شنبې دسمبر ۲۴ (مرغومي څلورمه) وویل چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې د چاودیدونکو توکو او مرمیو په یوه فابریکه کې په زوروره چاودنه کې ۱۲ تنه مړه شوي او لږ تر لږه پنځه نور ژوبل شوي دي.

پیښه د بالیکسیر ولایت په کارسی سیمه کې شوې چیرې چې په تصویرونو کې لیدل کیږي چې د سوځېدلې فابریکې مخې ته امبولانسونه ولاړ دي او ماتې شوې ښیښې او د اوسپنې ټوټې هرې خوا ته پرتې دي.

د بالیکسیر والي اسماعیل اوستا اوغلو وویل: "د لومړنیو راپورونو له مخې، د چاودنې په پایله کې ۱۲ کارکوونکي مړه شوي او څلور ټپیان روغتون ته وړل شوي دي. زه د خدای له درباره زموږ مړو ته د بخښنې او زخمیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوم."

چارواکو وویل چې په فابریکه کې لګېدلی اور یې مړ کړی او ټول ژوندي کسان ایستل شوي دي.

پېښه سهار د اتو بجو په شاوخوا رامنځته شوې او د چاودنې له کبله د فابریکې یوه برخه نړېدلې ده.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل چې په دغه فابریکه کې چې د اوسېدنې له سیمې څخه لیرې پرته ده، د چاودنې لامل سمدستي نه دی څرګند شوی. هغه زیاته کړه: "موږ هڅه کوو د پیښې لامل معلوم کړو."

د ترکیې د بالیکسیر ولایت په یوه فابریکه کې د چاودنې وروسته

ځايي مسئولینو "تخنیکي ستونزه" د پیښې لامل بللی خو نور جزئیات یې ندي ورکړي او ویلي یې دي چې په اړه یې تحقیقات دوام لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ایکس شبکه کې په یو پیغام کې په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې له کبله خواشیني ښودلې او په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی دی.

په دغه فابریکه کې د داخلي مارکیټ دپاره مرمي او نور چاودېدونکي توکي تولید کیدل.

د دوهمې چاودنې د خطر له کبله رسنۍ او ځايي خلک د پیښې ځای ته له ورتګ څخه منع شوي دي.

اردوغان د وسلو او مهمات د تولید د صنعت ملاتړی دی او ترکیه د دفاعي وسایلو ستره صادروونکې ده.

په ۲۰۲۰ کال کې، د ترکیې په شمال لویدیځ کې د پټاقیو د جوړولو په یوه فابریکه کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه اووه تنه مړه شوي او ۱۲۷ نور ژوبل شوي وو.

په ۲۰۲۳ کې د پایتخت انقرې ختیځ ته په ۴۰ کیلو مترۍ کې د پوځ د چاودېدونکو موادو په یوه فابریکه کې په چاودنه کې پنځه تنه مړه شوي وو.