پاکستان کې د یو دېوال نړېدو له کبله ۱۱ کسان مړه شوي

د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته څېرمه د سختو بارانونو له کبله د یو دیوال د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو وویل دا کسان د هغه پله تر څنګ په خیمو کې ویده وو چې دوی یې په جوړولو کار کاوه چې دیوال ورباندې پرېوت.

د اوړي په موسم کې د پاکستان په اکثره برخو کې ډیر بارانونه کیږي او مرګ ژوبله پېښوي.

انتظامي چارواکې نهل حفيظ وويل: "تر دې دمه د ۱۱ کارګرانو مړي ترلاسه شوي او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي."

هغې وویل: "پېښه نن سهار [ځايي وخت] ۶:۲۰ بجې د تېرې شپې له سخت باران وروسته رامنځ ته شوې ده."

پولیسو هم په دې پیښه کې مرګ ژوبله تائید کړې ده.

تېر کال، د سختو موسمي بارانونو او سیلابونو له کبله د پاکستان درېیمه برخه اوبو لاندې کړه، دوه میلیونه کورونه یې زیانمن کړل او لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان پکې مړه شول.

سږکال هم په څه باندې یوه میاشت کې د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان مړه شوي دي. خو دغه بارانونه د پاکستان د کرنې او اوبو رسولو لپاره خورا مهم بلل کیږي.