په پاکستان کې پولیسو پنجشنبې نومبر ۱۴ (لړم ۲۴) وویل چې د خیبر پښتونخوا په میرعلي کې د یو موټر بم د چاودنې له کبله لږ تر لږه دوه ماشومان او پنځه مشکوک اورپکي وژل شوي دي.
د پولیسو یو چارواکي عرفان خان وویل، مرګ ژوبله پنجشنبې سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه چې د رسول جان په نوم د اورپکو یو قومندان غوښتل په خپل کور کې په موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي چې چاودنه وشوه.
هغه وويل، پاکستاني طالبان په چټکۍ سره د پېښې ځاى ته ورسېدل او د وژل شويو کسانو جسدونه يې له خځلو څخه راوایستل. چارواکو وروسته، د ویجاړې شوې ودانۍ له خځلو لاندې د دوو ماشومانو جسدونه وموندل.
د پولیسو په وینا، د چاودنې له کبله د شاوخوا څو نور کورونه هم سخت زیانمن شوي او د ښځو په ګډون ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
عرفان خان وویل، ظاهرا دا موټر بم په سیمه کې د برید لپاره تیارېده چیرې چې پاکستاني طالبان او نور اورپکي اکثرا د پاکستان امنیتي ځواکونه د راکټونو، لاسي بمونو او ځانمرګو موټر بمونو په واسطه په نښه کوي.
د پولیسو دغه چارواکي وويل چې په روغتون کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى خو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.
بل خوا د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پولیس وايي چې په موټر سایکل سپاره ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدو وړاندې چاودنه کړې، چې له کبله یوازې بریدکوونکی وژل شوی او نورو کسانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د ځايي پوليسو چارواکي مسعود خان وويل، چې د بريد موخه روښانه نه ده او د بمونو شنډولو مسئولین او پوليس لا هم په دې اړه پلټنې کوي ترڅو معلومه کړي چې ايا دغه کس چاودېدونکی واسکټ اغوستی وو او که چاودېدونکي توکي د هغه له موټرسايکل سره نښلول شوي وو.
په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي. د زیاتره بریدونو پړه د "تحريک طالبان پاکستان" پر وسله والې ډلې اچول شوي. اسلام اباد وايي چې دغه ډله په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان دې د خپلو داخلي ستونزو د حل لار په کور دننه ولټوي.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.