د خیبر د غوزاڼو بندي ونه

په خیبر پښتونخواه کې ١١٨ کاله بندۍ ونه

د خیبر په پښتونخواه په یوې سیمه کې یوه لرغونې ونه د ١١٨ کالو راهیسې په زنځیرونو ټرل شوی ده.

ویل کیږي چې دغه لرغونې ونه د نړۍ تر ټولو زړه ژوندۍ قیدي ده چې د خیبر په قبائیلي سیمه کې د ١١٨ کالو راهیسې په زنځیرونو تړل شوی ده.

کیسه یې په زړه پورې ده او هغه داسې چې د تاریخ پوهانو په وینا د برتانوي استعمارد واکمنۍ پر وخت په ١٨٩٨ کې یو "سخت نشه" برتانوی منصبدار چې جیمز سکوید نومیده فکر کاوه چې دغه ونه گواکې یو تښتیدونکی جنگیالی دی.

هغه د نشې په حال کې خپل یو عسکر ته امر کړی و چې دغه ونه ونیسي او په زنځیرونو یې وتړي.

Your browser doesn’t support HTML5

په خیبر پښتونخواه کې ١١٨ کاله بندۍ ونه

د پیښور د پوهنتون د تاریخ استاد پوهاند جاوید اقبال وایي په دې هکله دوه نظرونه موجود دی.

هغه وایي، "لږ شمیر خلک فکر کوي چې دا د مریتوب د دورې نښه ده او باید له منځه یووړل شي. خو ځنې خلک بیا فکر کوي چې نه، دا د تاریخ یوه برخه ده. یو ژوندی تاریخ او مونږ باید د تاریخ په سترگه ورته وگوروو. دغه ډول شیان باید وساتل شي".

د آزادې اروپا / آزادۍ رادیو په ویدیویي رپوټ کې وایي، دغه ونه د نن ورځې د سیلانیانو د جلبولو یوه وسیله او د تیرې زمانې یادگار دی.