په خوست کې ځیني بندیان د بند وروسته هم بندیان دي

آرشیف

چارواکي وايي، چې د خوست په زندان کې يو شمېر بنيديان، چې د بند موده يې تېره کړې او بايد خوشي شوي وای، خو تر اوسه ندي خوشي شوي. دوی په دې برخه کې د زندان پر مسوولينو نيوکه کوي.
د خوست په مرکزي زندان کې يو شمېر بنديان، چې د بند موده يې تېره کړې، لاهم د مسوولو کسانو له لوري په بند کې ساتل کېږي او تر اوسه ندي خوشي شوي.

د دې ولايت د استناف محکمې رئيس مولوي عبدالطواف د خوست په محبس کې خبريالانو ته د هغو بنديانو نومونه ياده کړل، چې دوسيې نهايي شوي او د بند موده يې تېره کړې ده، خو خوشي شوي ندي.

مولوي عبدالطواف له بنديانو غواړي، چې د دوسيو په برخه کې خپل مشکلات استناف محکمې ته ووايي، چې د حل لپاره يې لازمې لارې چارې ولټول شي.،،يو سل او نهه ويشتمه ګڼه فرمان دی، هغه بنديان، چې حکم يې نهايي شوی او د بند موده يې تېره کړې، خو ندي خوشي شوي. په دې اړه مو د زندان له مدير څخه پوښتنه وکړه او دغه نومونه يې راکړي دي. له هرچا سره، چې مشکل وي، د استناف محکمه د قانون پر وړاندې، د شريعت پر وړاندې او د کتاب او سنتو په سيوري کې، د هغه ځواب ته حاضره ده،،.

د خوست د څارنوالۍ رئيس غلام رسول خپلواک دا مني، چې د بند د مودې له تېرولو وروسته يې يو شمېر بنديان ندي خوشي کړي، خو هغه وايي، چې دا کار يو بااعتباره تضمين ته اړتيا لري.

غلام رسول تضمين ځکه مهم بولي، چې په راتلونکې کې د اړتيا پرمهال د خوشي شوي کس په حاضرولو کې مرسته وکړي. ،،د هغه وجه دا ده، چې دوی تر اوسه پورې ضامن ندی پيدا کړی. موږ ورته احوال ورکړی، چې راشئ، ضامن پيدا کړئ او خوشي کوو مو. ښايي داسې پوښتنه وشي، چې ضامن ته څه اړتيا ده؟ درې محلې دي، چې د ابتدايه محکمې، استناف او د تاميذ مرحله ده. په دغه ملحوظ باندې ضرورت دې ته لرو، چې بايد په تضمين باندې يې خوشی کړو. داسې واقعات شوي دي، چې د محکمې حکم موږ تنفيذ کړی دی، د استناف محکمې هغه نقض کړی دی، بېرته ايجاب د دې شوی دی، چې هغه متهم بايد په قضايي جلسه کې حاضر وي او يا هغه حکم تنفيذ شي، د هغه په پيدا کولو کې زيات مشکلات دي، هغه نه حاضرېږي،،.

د خوست د زندان مدير روح الله کريمي بيا وايي، چې دوی د قانون مطابق کړنې ترسره کړي او د هر بندي په مقابل کې، چې څه حکم شوی دی، هغه يې عملي کړی، يا يې خوشی کړی او يا يې په بند کې ساتلی دی.،،له هغه وخت راهیسې، چې يو کال کېږي، چې زه دلته راغلی يم، ما مکتوبونه تعقيب کړي دي. د زندان د قانون د اووه ويشتمې مادې مطابق ما خپله اجراات کړي او په راتلونکې به د ښه والي لپاره نور اجراات وکړم،،.

د خوست دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار وايي، چې دوی هم د بنديانو په خوشي کولو کې تر خپله وسه کار کړی، خو زياتوي، چې په دې برخه کې د خوست څارنوالي ناغړي کوي. ،،موږ خپل مسووليت رفع کړی دی، بار بار مو غوښتنې کړي او مربوطه مرجعو ته مو مکتوبونه لېږلي دي او په دې برخه کې مو ستونزې او شکايتونه رسولي دي،،.

دا مهال د خوست په زندان کې ۴۸۳ کسان د مختلفو سياسي، جنايي او حقوقي قضيو له امله بنديان دي، چې د چارواکو په وينا د دې ټولو بنديانو دوسيې تر ډېره حده څېړل شوي دي او دوی بې برخليکه بنديان نلري.

هڅه مو وکړه، چې په دې برخه کې په خپله د بنديانو نظرونه هم واخلو، خو مسوولو کسانو دوی ته د خبرو کولو اجازه ورنه کړه.

ابراهیم رحیمي - خوست