پر هندي میلیاردر د درغلیو تورونه؛ کینیا د ګاتم اداني سره خپل قراردادونه فسخ کړل

په درغلیو تورن، هندي میلیاردر ګاتم اداني

د کینیا ولسمشر ویلیم روتو، د نومبر په ۲۱( لیندۍ لومړۍ) د هندي میلیاردر ګاتم اداني سره د څو میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه فسخ کړل. یاد قراردادونه د یو هوایي ډګر د پراختیا او د انرژۍ پروژو په اړه وو.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د متحدو ایالتونو څارنوالانو د هند دغه لوی صنعتکار او میلیاردر د سلګونو میلیونو ډالرو په بډې ورکولو او له پانګوالو څخه د تادیاتو د پټولو په قضیې کې تورن کړ.

ولسمشر روتو ملت ته د خپلې وینا پر مهال وویل، دغه پرېکړه د کینیا او د دوستو هېوادونو د استخباراتي ادارو د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ شوې ده، خو هغه د متحده ایالاتو نوم یاد نه کړ.

د کینیا ولسمشر ویلیم روتو ملت د خپلې وینا پر مهال وویل، دغه پرېکړه د کینیا او د دوست هېوادونو د استخباراتي ادارو د ورکړل شوو معلوماتو پر بنسټ شوې ده.

د اداني ګروپ سوداګریز شرکت د کینیا له حکومت سره په پرمختللي توکو د یو هوایي ډګر د سمبالښت د قرارداد د لاسلیکولو په حال کې و. د دغه قرارداد له مخې، اداني ګروپ باید د نایروبي په مرکزي هوایي ډګر کې د الوتکو د ځغاستې (رن وې) یوه نوې کرښه او یو ټرمینل جوړ کړی وای. په بدل کې، دغه شرکت به د ۳۰ کلونو لپاره د دې هوایي ډګر د مدیریت چارې په غاړه اخیستی وای.

یاد قرارداد، چې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی و، د کینیا په بېلابېلو برخو کې د اداني پر ضد مظاهرې راوپارولې. د نایروبي هوایي ډګر کارکوونکو هم کاربندیز کړ ی او ادعا یې کړې چې دغه قرارداد د دوی د کار شرایط خرابوي او په ځینو برخو کې به د دندو له لاسه ورکولو لامل شي.

اداني شرکت همدارنګه د بریښنا د لینونو د تمدید تړون د کینیا له حکومت سره لاسلیک کړی و. د کینیا د انرژۍ وزیر، اوپیو واندایي، د پنجشنبې په ورځ د پارلمان یوې کمیټې ته وویل چې د دې قرارداد په لاسلیک کې د کینیا حکومت هیڅ ډول درغلي نه ده کړې.

ګواتم اداني تورن دی چې د لمریزې انرژۍ د ګټورو تړونونو د ترلاسه کولو لپاره یې هندي چارواکو ته د ۲۵۰ میلیون ډالرو رشوت په ورکولو موافقه کړې وه. اټکل شوی چې دغه تړونونه به‌ په شاوخوا ۲۰ کلونو کې د مالیې له ورکولو وروسته ۲۰ میلیارد ډالر ګټه وکړي.

امریکايي څارنوالانو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې په دغې قضیې کې د اداني په ګډون هېڅ تورن نیول شوی نه دی.

ګواتم اداني د هند د ګجرات په احمداباد کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږېدلی، هغه په ۱۶ کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او ممبۍ ته ولاړ چې د قیمتي ډبرو کار پیل کړي.

نوموړي د خپل ورور د پلاستیکو په فابریکې کې له څه وخت کار کولو وروسته په ۱۹۸۸ کال کې د اداني شرکت جوړ کړ، اوه کاله وروسته یې په ګجرات کې د یو انتقالاتي بندر د جوړولو تړون ترلاسه کړ او چارې یې هم خپله څارلې، دا د اداني یوه لویه تجارتي لاس ته راوړنه وه.

په تېر کې هم د سوداګرۍ په نړۍ کې د اداني ګروپ د چټکې پراختیا په اړه شکونه وو. د "څېړنو کریډټ سایټ" ادارې په ۲۰۲۲ کال کې خبرداری ورکړی و چې دا ګروپ له حده زیات پوروړی دی.

په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د پانګونې یو شرکت (هیندنبورګ تحقیقات) په خپل راپور کې ادعا وکړه چې د اداني شرکت له لسیزو راهېسې" په ونډو کې د لاسوهنې او محاسبي اختلاس په بې باکې طرحې کې" دخېل دی.

هیندنبورګ ویلي وو چې د دغه شرکت په اړه د هند د حکومت نرمښت د دې لامل شوی چې پانګوال، خبریالان، عام خلک او سیاستوال د غچ اخیستو له ویرې د دغه شرکت د سوداګرۍ په نوعیت انتقاد ونه کړي.