۱۱۸کلنه فرانسوۍ اوس د نړۍ د اوږد عمر ریکارډ لرونکې شوه

۱۱۸ کلنه فرانسوۍ سیستر اندریو

۱۱۸ کلنه فرانسوۍ سیستر اندریو پدې باور ده چې تیره اونۍ د ۱۱۹ کلنې جاپانۍ له مړینې وروسته اوس هغه د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه ده.

جاپاني چارواکو د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي پنځمه) اعلان وکړ چې د نړۍ تر ټولو مسنه ښځه کان تناکا په ۱۱۹ کلنۍ کې مړه شوه. دغې جاپانۍ میرمن ته په ۲۰۱۹ کې د نړۍ پرمخ د ډېر عمر لرونکې انسان سند ورکړل شوی و.

نن د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۶ فرانسوۍ ۱۱۸ کلنې اندریو وویل چې غواړي د نړۍ پرمخ د ډیر عمر کونکي انسان ریکارډ مات کړي او زیاتوي چې کار او د نورو غمخوارۍ هغه ژوندۍ ساتلې ده.

خور اندریو د مدیترانې بحیرې په غاړه د فرانسې په تولو ښار کې خبریالانو ته وویل: «خلک وایي چې کار سړی وژني، ما کار کول ژوندۍ ساتي، ما تر ۱۰۸ کلنۍ پورې کار کړی دی.»

خو نوموړې اوس په سترګو نابینا او يه ویلچیر کې ګرځي او زیات وخت یې له ځان څخه ځوانو خلکو ته خدمت کړی دی. هغه وایي: «خلک باید یو له بل سره مرسته وکړي او د کرکې پر ځای د یو بل سره مینه وکړي.»

د جاپان د «فوکوئوکا» ښار په حکومتي‌ اعلامیې کې ویل شوي وو چې میرمن تناکا د ژوند تر وروستیو ورځو پورې په سټه روغه وه، د «بورډ/تختې» لوبه یې خوښېدله او په فارغ وخت کې به یې د ریاضي د پوښتنو د ځوابولو تمرینونه کول. همدغه راز د هغه غیرالګولي مشروبات (سوډا) خوښېدل او چاکلیټ به یې هم خوړل.

خو، خور اندریو د جاپانۍ کان تناکا تر مړینې پورې د اروپا تر ټولو مشره ښځه ګڼل کیده او اوس د نړۍ تر ټولو مشره ده. تیر کال هغه د کروناویروس له ناروغۍ څخه وژغورل شوه او پدې توګه د نړۍ د خلکو لپاره د هیلې یو سمبول شوه.

له هغې څخه غوښتل شوي وو چې د څیړنو لپاره د خپلو ویښتانو او ډي ان ایو نمونې ورکړي، خو هغه دا غوښتنه نده منلې او ویلي یې دي چې یواځې خدای د هغې د اوږد ژوند په اسرارو پوهیږي.

هغې همداشان ویلي چې هیله منه ده د فرانسوۍ ژانی کالمنت ریکارډ مات کړي چې په ۱۹۹۷ کې د ۱۲۲ کالو په عمر مړه شوه او اټکل کیده چې د ځمکې پرمخ تر ټولو اوږد عمر لرړنکې انسانه وه.