قزاقستان د سه شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري ۵) د مکروسافت شرکت د ټولنیزو اړیکو د لینکډان (LinkedIn) اپلیکیشن ته لاسرسی بند کړ.
د مرکزي اسیا ددغه هیواد حکومت ویلي چې دا کار یې پدغه اپلیکیشن کې د آنلاین قمار خانو (کازینو) لپاره د اعلانونو او همداشان د جعلي حسابونو په وجه کړی دی.
د قزاقستان د اطلاعاتو او ټولنیزې پرمختیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لینکډان څخه یې غوښتي چې تر پوښتنې لاندې شیان لرې کړي، خو هغوی پدې کار کې پاته راغلي دي.
دغه وزارت ویلي هر کله چې شکایت ختم شي ددې ټولنیز اپلیکیشن کاروونکي به بیرته ورته لاسرسی ومومي.
په قزاقستان کې د آنلاین قمار لپاره اعلانونه غیر قانوني دي.
په ګاونډي هیواد روسیه کې چې قزاقستان ورسره نژدې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري د لینکډان اپلیکیشن د ۲۰۱۶ کال راهیسې بند شوی دی.
مسکو ویلي وو چې دغه شرکت د اپلیکیشن د روسي کاروونکو حسابونه په روسیې کې موجود ددې شرکت انټرنیټي مرکز ته ندي انتقال کړي.