د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر هغو څرګندونو ته، چې هغه یې «لوی مجرم» بللی، غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ په بلخ کې په یوې غونډې کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی، د مخکني حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار «لوی مجرمین» وبلل.
ښاغليحنفي د طالبانو د حکومت له لوري د مخکني حکومت چارواکو او کارکوونکو ته اعلان شوې «عمومي بخښنې» ته په اشارې وویل: « کرزي نه لوی مجرم به وي څوک؟ د ډاکټر عبدالله نه لوی مجرم څوک و؟ اسلام امارت هغوی ته حافظت ورکوي، نورو ته به نه ورکوي؟ د مسلمیار نه به لوی وي، مجرم؟ چې د هغوی ټولې سوانح موږ ته معلومیږي، اسلاميامارت ته. لیکن موږ په نفس باندې پښه کېښوده.»
د افغانستان د مخکني حکومت دا درې واړه چارواکي په کابل کې دي او د ځینو بهرنیو هېوادونو او سازمانونو له استازو سره هم ملاقاتونه کوي.
تر دې دمه یوازې ښاغلي کرزي د دغه طالب چارواکي د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی.
د ښاغلي کرزي په رسمي فیسبوک او ټویټرکې نن چهارشنبه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) لیکل شوي: «د افغانستان پخوانی جمهور ریس حامد کرزی د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼي خو توصیه ورته کوي چې ملي وحدت او اتحاد او اتفاق د ګران هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده.»
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د حکومت یو چارواکی په عام محضر کې د افغانستان د مخکني حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي «لوی مجرمین» بولي.
د طالبانو حکومت وايي چې د مخکني حکومت مامورانو، سرتېرو او کارکوونکو ته یې «عمومي بخښنه» کړې ده، خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو څخه یې راپورونه ترلاسه کړي دي چې طالبانو د مخکني حکومت پخواني سرتېري او کارکوونکي نیولي، وهلي، بندي کړي او آن وژلي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب هم څه موده مخکې ومنله چې په ځینو سیمو کې وسله والو طالبانو پخواني افغان سرتېري «وژلي» دي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر همدغه راز د مخکني حکومت له چارواکو سره د حساب او کتاب یادونه هم وکړه.
هغه د کوم پخواني چارواکي نوم وانخیست خو وویل چې «په خارج ملکونو کې لوی لوی ستر ستر ابادیانې» یې جوړې کړې دي.
هغه وویل: «د ۵۰کلونو تاریخ وګورئ چې د دغو خلکو څه کاروبار و او دوی څه کول. دوی دومره لویه سرمایه له کوم ځای کړه. د دوی احتساب به کیږي. الله به یې کوي او همدا مجاهدین به یې کوي.»
طالبان د اګست په ۱۵نېټه کابل ته ننوتل او بیا خپل سرپرست حکومت اعلان کړ چې تر دې دمه لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.