افغان حکومت د روان کال د «لړم پر۱۷» د«ANZDEC» «افغان ترین» په نوم ګډو کمپنیو سره د کندهار دهلې بند رغولو قرارداد لاسلیک کړ.
دغه قرارداد د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي، په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیايي بانک رئیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.
ارګ وايي د دهلې بند د بیارغولو کار چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په پاې کې پیلېږي۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د اسیا پراختیايي او نړیوال بانک لخوا ورکول کېږي.
د شوي قرارداد له مخې د دهلې بند د بیارغولو چارې په څلورو پړاونو کې بشپړېږي چې د کاسې د بندونو لوړول، د ځمکو خړوبول، د کندهار نژدې کلیو ته د څښاک پاکو اوبو رسول، او د ۲۴مېګاواټه برېښنا تولید دی چې کندهار ښار ته وبه ووېشل شي.
د افغانستان د اوبو او نرژۍ وزارت وايي، د دهلې بند دېوالونو لپاره د ۸ او ۱۲متره لوړول په نظر کې نیول شوي دي.
دغه وزارت وايي، دا چې د یاد بند دېوالونو په لوړېدو سره د خلکو څومره زراعتي او غیر زراعتي ځمکې او نور ملکیتونه تر اوبو لاندې کېږي، په سیمه کې د دوی د اقتصادي سروېګانې روانې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت معین خان محمد تکل د یکشنبې په ورځ د «لړم پر۲۰مه» امریکاغږ ته وویل چې دغه اقتصادي سروېګانې به د روانې اوونۍ تر پایه بشپړ شي چې د دوی تر اقتصادي مطالعې وروسته به ۸ او یا ۱۲متره انتخاب شي.
نوموړي زیاته کړه: "هلته د خلکو، کورونه، باغونه زراعتي او غیر زراعتي ځمکې او ملکیتونه دي، زموږ سروېګانې روانې دي چې څومره ملکیتونه تر اوبو لاندې کېږي یان زیان ویني چې قیمت یې معلوم شي."
د د هلې بند کاسې د اوبو زخیرې کولو ظرفیت چې په لومړیو کې ۴۸۷،۶ میلیونه متره مکعبه و د ۴۰فیصده رسوباتو ډکېدو له امله یې د اوبو ځایولو حجم ۲۹۸ میلیونه متره مکعبه ته رسېدلی و.
د ښاغلي تکل د معلوماتو له مخې که د دهلې بند ۸ متره لوړ شي۳۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه به نورې ذخیره کړي او که ۱۲متره لوړ شي ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه به نورې زخیره کړي.
د غه بند تر دې مخکې ۶۴زره هکتاره ځمکه خړوبول چې د دېوالونونو په لوړېدو سره به۲۰زره هکتاره نوره ځمکه هم وراضافه شي چې ټول ټال به ۸۴زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.
د دهلې بند بیارغولو قرارداد د اهمیت په اړه په افغانستان کې د انرژۍ چارو متخصص انجنیر حبیب الرحمن رحمت مایار وايي، دغه بند د کندهار خلکو لپاره اقتصادي او اجتماعي ارزښت لري.
ښاغلي مایار امریکا ږغ ته وویل چې د یاد بند د دېوالونو په لوړېدو سره به د سېلابونو مخه ونیول شي او په دغه ولایت کې به د اوبو د کموالي ستونزه هواري شي.
ښاغلي مایار وویل:"دا پروژه ډېر ارزښت لري په پلې کېدو سره به یې، د سېلابونو مخه ونیول شي او هم اوبه د زراعت او برېښنا لپاره اوبه زخیره شي."
څو کاله وړاندې په کندهار کې مېشتو کاناډایانو هم د خپل ماموریت پرمهال دوه ځلې د دغه بند د رغولو ویلي و چې د نامعلومو دلایلو لمخې تر سره نه شوو.
دا چې په دې وروستیو کې د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکي د وچکالۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ دي اوسېدونکې له ډېره وخته د دهلې بند بیارغولو ته هیله من دي.
د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سیمې اوسېدونکي حاجي عبدالااحد امریکا ږغ ته وویل چې د بند په رغېدو سره به یې باغونه له وچېدو وژغورل شي.
نوموړی وايي، په دهلې بند کې د اوبو زخیرې کمېدو او د ځمکې اوبو د کښته کېدو له امله یې مصرف زیات شوی او حاصلات یې کم شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:"موږ څو ځله داسې خبرونه اورېدلې دي، موږ دامهاله له سختو ستونزو سره مخ یو، دې ته خوشاله یو، اوبه به زخیره شي، خدای ج دې وکړي چې عملي شي."
د دغه ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي امین الله ملتیار هم پ دې اړه وايي:"زموږ حاصلات کم شوي، د تېلو مصرف مو زیات شوی، په دې سره به زموږ د اوبو ستونزه حل شي، موږ غواړو چې عملي شي."
د دهلې بند په ۱۹۵۲مېلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د کندهار په شمالي شاولي کوټ ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
شاهي کانال«لویې ویاله» د سربند کانال، د بابا ولي صاحب عمومي کانال د دغه بند عمومي کانالونه دي چې شااخوا ۵۵ ویالې ورڅخه بېلې شوي دي.
همدا ډول له ارغنداب سیند څخه هم ۵۵ ویالې ښې او کېڼ لور ته غځېدلې چې د میوند ولسوالۍ له جنوب څخه په ترېدو د هلمند له سیند سره یو ځای کېږي.
دهلې بند د شاولي کوټ ولسوالۍ پر ځینو برخو سربېره ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي، ډنډ او دامان او د کندهار ښار زراعتي ځمکې هم خړوبوي.
د افغانستان د اوبو انرژۍ وزارت وايي چې د کندهار د زراعت او ابولګولو سیستم بیارغول په پلان کې لری چې کېداشې یو لړ تغیرات هم پکښي رامنځته شي.
افغان حکومت په دې وروستیو کې د وچکالۍ او د اوبو د زخیرو د وچېدو له امله د نوو بندونو جوړول او بیا روغول زیات کړي او په تېره اپریل میاشت کې د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو د پلانونو پر مخ وړلو اعلان یې وکړ.