د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د نشه یي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د تاجیکستان حکومت د طالبانو له هڅو څخه راضي نه دی او په دوشنبې کې چارواکي په دې باور دي، چې د طالبانو کار د ستایلو وړ نه دی.
د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله، کابلوف د افغانستان لپاره د "مسکو فارمټ" وروستۍ ناستې ته په اشارې سره ویلي، چې د دې ناستې "ډېری ګډونوال له داعش سره د مبارزې په موخه د طالبانو له هڅو راضي وو" او له طالبان یې غوښتې چې دغو هڅو ته دوام ورکړي، ځکه چې دا د سیمې د امنیت په ګټه ده.
کابلوف زیاته کړې: "زموږ تاجیکستاني شریکانو پر افغانستان ډېرې نیوکې وکړې- دا د تاجیکستان د مشرتابه برداشت او نظر دی- دوی پدې اند دي، چې طالبانو داسې څه نه دي کړي چې د ستاینې وړ وي."
خو ددې سره سره، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، چې د "مسکو فارمټ" د ناستې نور ګډونوال بیا د تاجیکستان له دې نظر سره مخالف وو.
د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي ناستې په لړ کې چې د روسیې د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او د طالبانو د حکومت د یو پلاوي په ګډون جوړه شوې وه، د سپټمبر پر ۲۹مه نېټه، په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو، د ښځو حقونو په تامین او د تروریزم سره د مبارزي په غوښتنه پای ته ورسیده.
د دغې ناستې په وروستۍ اعلاميه کښې په افغانستان کښې د ټولشموله حکومت د نه جوړولو له امله په طالبانو باندې د نيوکو سره سره، له داعشډلې سره د جدي مبارزې او په افغانستان کښې د نشه یې توکو د کرکيلې، توليد او قاچاق په ډګر کښې د دغې ډلې د کار ستاينه شوې ده.
کابلوف وايي، چې د تاجیکستان استازي د 'مسکو فارمټ' د ناستې د نورو ګډونوالو سره د نظر مخالفت له امله نه غوښتل چې د دغه ناستې په وروستۍ اعلاميه کې دې د تاجیکستان نوم ولیکل شي. هغه وويل: "موږ د خپل متحد [تاجیکستان] ملي دريځ ته درناوى وکړ او د هغوى له وړانديز سره مو موافقه وکړه."
د مسکو له ناستې یوه اوونۍ وړاندې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د نشه یې توکو قاچاق زیات شوی دی.
هغه وويل، تاجیکستان په دې موده کې پر خپله پوله له لس ټنو څخه زیات نشه يي توکي کشف او ضبظ کړي دي، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زياتوالى ښيي.
همداشان دوه میاشتې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې افغانستان د میتامفیتامین او هیروینو په یو ستر تولیدونکی هېواد بدل شوی او د دغه نشه يي توکو ډېره برخه د ددغه هېواد (افغانستان) له پولو بهر قاچاق کېږي.
خو طالب چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په امر د دغې ډلې حکومت په دې اړه "رغنده او اغېزمن ګامونه" اخیستي چې په پایله کې یې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکیله او تولید، صفر ته رسېدلی دی."