په کابل کې د ښځو د جامو په پلورنځیو کې، د هغو نانځکو مخونه او سرونه چې د کالیو د نندارې لپاره استعمالیږي، په المونیمي پاڼو او یا تورو پلاستیکي کڅوړو پوښل شوي.
ددغو پلورنځیو خاوندان وايي د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکونکو له خوا ورته سپارښتنه شوې چې د نانځکو سرونه وپوښي او یا پرې تورې پلاستیکي کڅوړې واغوندي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په یو فرمان کې هټېوالو ته امر کړی چې د دوکانونو مخې څخه انځورونه او نانځکې لیرې کړي او یا یې سرونه پرې کړي. دوی دا حکم له اسلامي قانون څخه د خپل هغه برداشت پر بنسټ کوي چې مجسمې او د انسانانو عکسونه منع بولي او دا له بتانو او بتانو ته د عبارت سره پرتله کوي.
هټیوال وایي، د طالبانو دغې پریکړې یې په سوداګرۍ بده اغیزه کړې ده.
دوکاندار عبدالصمد وویل: "مونږ خو د نانځکو عبادت نه کوو، نه مونږ بت پرستان یوو چې د مجسمو عبادت وکړو. کله چې یې مونږ ته وویل دا لرې کړئ زه ډیر خواشینی شوم. مګر اوس همدا شرایط دي هرڅه چې دوی امر وکړي باید ویې منو. هو که په نانځکو د افغانستان وضعیت ښه کیږي، نو زه چمتو یم چې دا ټولې وسوځوم."
په سر کې طالبانو د دغو نانځکو له مینځه وړلو امر کړی وو، خو د پلورونکو دې شکایت چې بې له نانځکو دوی نشي کولی خپلې جامې په سمه توګه ښکاره کړي، طالبان اړ کړل چې خپل حکم تعدیل کړي او د هټیو مالکانو ته اجازه ورکړي، خو به دې شرط چې سرونه او مخونه به یې پوښې.
هټیوال مسلم رحیمي وویل: "کله چې امربالمعروف په خپل کار پیل وکړو، یو دوه ځلې راغلل، ما ورته وویل چې دا کار کومه ګټه نه لري. خو هغوی وویل چې باید مخونه یې پټ کړئ. نو مونږ مجبور شو چې دا کار وکړو. زمونږ پر کار یې ډیره اغیزه کړې ده، ځکه چې د پیرودنکو لمړی نظر د نانځکو پر مخ وي، نو زمونږ کار ښه پر مخ نه ځي."
د کابل ښار په شمالي برخه کې د مریم لیسې په کوڅه کې د جامو هټیوالو د دغې ستونزې د حل لپاره د لارو چارو په لټه کې دي، خو مجبور دي چې د طالبانو امر پر ځای کړي.
د میرمنو د دودیزو کالیو ګنډونکي زین الدین معروف وویل: "د لسمې حوزې د امربالمعروف کارکوونکی راغی، له ما یې هیله وکړه چې، لږترلږه د نانځکې په سر پلاستیکي کڅوړه واغوندم. سره له دې چې دا خبره زما لپاره ډیره د خندا وړ وه، ما مې شاګرد ته دېرش افغانۍ ورکړې چې پلاستیکي کڅوړې راوړي او پر سر یې ور غوټه کړي. دا هیڅ مانا نه لري، هو زمونږ په کار یې اغیزه کړې مونږ خپل کار نه شو ښکاره کولای."
طالبانو په پیل کې ویلي وو چې دوی به په ټولنه کې هغه ډول سخت قوانین نه پلي کوي لکه څنګه چې دوی د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال پلي کړي وو خو څېړونکي وايي، د افغانستان اوسني حاکمان ورځ تر بلې د سخت دریځۍ پر لور روان دي.