کابل کې پر میلمستون برید اوه تنه وژلي

افغان ځانگړي ځواکونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د شیرپور په سیمه کې د تیرې شپې په ځانمرګي برید کې د څلورو بریدګرو په ګډون یوولس تنه وژل شوي چې دوه یې بهرنیان دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال محمد ایوب سالنګي امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې د څلورو بریدګرو سربیره څلور افغان پولیس او د بهرني میلمستون یو افغان او دوه بهرني کارکوونکي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې د بریدګرو شمیر درې تنه ښودلی او ویلي دي چې په دغه برید کې اوه ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په بیان کې د میلمستون ددوه بهرنیو او افغان کارکوونکي د وژل کیدو په باب څه نه دي ویلي.

دا بیان وایي چې په دغه میلمستون باندې برید نن سهار په پنځه نیمو بجو د دریو بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال جنرال محمد ایوب سالنګي امریکا غږ ته وویل چې لومړی په سیمه کې یوه چاودنه وشوه او بیا د سپکو وسلو ډزې وشوې.

د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې کیدای شي دوه درې بریدګر به د شیرپور په سیمه کې یو بهرني میلمستون ته ورننوتي وي.

تر اوسه په دغه برید کې د سر د پیښ شوي زیان په باب معلومات نشته دی.

سیمه افغان امنیتي ځواکونو محاصره کړې او د برښنا جریان هم دغې سیمې ته پرې شوی دی.

د برید ځای سره نږدې د هسپانیا سفارت هم موقعیت لري.

طالبانو د برید مسولیت منلی او د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکي چې ګڼ شمیر ځانمرګي د بهرنیو یو میلمستون ته ورننوتي دي.

د بلې خوا د فرانسپریس خبري اژانس په مادرید کې د هسپانې د بهرنیو چارو وزارت د یو چارواکي په وینا لیکلي چې په کابل کې د هسپانیا سفارت د بریدکوونکو تر برید لاندې راغلی دي.

د وال ستریت ژورنال د رپوټ له مخې د هسپانیې پر سفارت باندې په برید کې ځانمرگي او وسله وال دواړه شامل دي. دغې ورځپاڼې د یو هسپانوي چارواکي سره خبرې کړي او هغه ورته دغه برید تائید کړی دی.

خو د هسپانیې صدراعظم ماریانو راخوي نن د رسنیو ته ویلي چې د کابل برید په مستقیمه توگه د هسپانیې پر سفارت نه دی شوی بلکې ددې سفارت په گاونډ کې پر یو میلمستون شوی دی. هغه همداشان وویل چې د کابل په برید کې د هسپانیې یو پولیس ټپي شوی دی، خو د سفارت کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی.

له بلې خوا د کابل امرجنسي روغتون ته چې د هسپانې د سفارت په اوه سوه میترۍ کې موقیعت لري لږ تر لږه اوه تنه ټپیان لیږدول شوي دي. دا خبره دغه خیریه موسسې په خپل تویتر کې لیکلی ده.