ایران د نوبل جایزې ګټونکې زندانۍ د قید موده غځولې

نرګس محمدي

د ایران یوې محکمې د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې د جایزې ایرانۍ ګټونکې نرګس محمدي د قید سزا په زندان کې د ایران د حکومت پر ضد د پروپاګند خپرولو په تور څه باندې یو کال نوره هم غځولې ده.

د نوموړې کورنۍ د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵مه) په یو بیان کې وویل چې، د انقلابي محکمې د یوې محاکمې وروسته چې محمدي ورته نه ده حاضره شوې، د هغې د زندان موده ۱۵ میاشتې زیاته شوې ده.

نرګس محمدي ته همدارنګه امر شوی چې د زندان د مودې له پوره کولو وروسته، پر سفر د دوه کلن بندیز برسېره، دوه کاله په تهران کې د اوسېدو حق نلري، او همدارنګه د دوو کلونو دپاره ځیرک تلیفون نشي استعمالوی.

د هغې کورنۍ ویلي چې دا د ۲۰۲۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې د محمدي پنځمه محاکمه ده، چې له مخې یې هغه په مجموعي ډول په ۱۲ کاله او درې میاشتو بند، ۱۵۴ دورو وهلو، دوه کاله جلاوطنۍ او بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي بندیزونو محکومه شوې ده.

د محمدي کورنۍ د محکمې وروستۍ پرېکړه "سیاسي" بللې او هغه یې غندلې ده.

د نرګس محمدي کورنۍ د دسمبر په میاشت کې د هغې په استازیتوب په اوسلو کې د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه په ایران کې د بشري حقونو لپاره د هغې د مبارزې په ویاړ ورکړل شوه.

نرګس محمدي په تیرو دوه لسیزو کې څو ځله زنداني شوې او د زندان وروستۍ موده یې د ۲۰۲۱ په نومبر کې پیل شوه.

خو د تهران د ایوین زندان کې قیدې نرګس محمدي د بشري حقونو دپاره خپله مبارزه جاري ساتلې، چارواکي یې په سیستماتیکو سرغړونو تورن کړي، او په ځانګړي ډول په ایران کې یې د اعدام د سزا په ورکولو نیوکه کړې ده.

نوموړې په ایران کې د ښځو د اجباري حجاب سره مخالفت ښودلی او په زندان کې یې د حجاب کولو له قوانینو سرغړونه کړې ده.

د هغې د کورنۍ په وینا، دا د دې لامل شوی چې محمدي نوره هم مجازات شي، په ځانګړې توګه په زندان کې د تلیفون د کولو له حق څخه بې برخې شي.