اسرائیل: ایران به د برید 'بیه پرې' کړي؛ تهران د نورو بریدونو ګواښ کړی

ایران ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې پر اسرائیل باندې ۲۰۰ توغندي وار کړي.

د اسرائیل چارواکو خبرداری ورکړی چې ایران به پر اسرائیل باندې د توغندیو توغولو "قیمت پرې کړي" او تهران چهارشنبې اکتوبر دوهمه (تلې ۱۱) ګواښ وکړ چې که په نښه شي، تر دې به هم ستر برید وکړي.

ایران ویلي چې د سه شنبې په ورځ یې پر اسرائیل باندې ۲۰۰ توغندي وار کړي چې ځینې یې د غږ له سرعت څخه چټک (هایپرسونیک) وو. دا په تاریخ کې دوهم ځل وو چې ایران پر اسرائیل مستقیم برید وکړ. ددې برید له کبله په اسرائیل کې وګړي مجبور شول چې په خوندي ځایونو کې پټ شي.

اسرائیل د ایران له لورې د توغول شویو توغندیو شمېر ۱۸۰ ښودلی او د چهارشنبې په ورځ یې د لبنان پایتخت بیروت په جنوب کې د ایران ملاتړې حزب الله وسله والې ډلې پر مرکزونو باندې بمباري کړې ده.

دا مطلب هم ولولئ اسرائیل وايي‌ د ایران له لورې ورباندې د توغندیو برید شوی

اسرائیل تېره میاشت د اکتوبر اوومې راهیسې پیل شوې په غزه کې له حماس سره له جګړې څخه پام د لبنان سره د خپل شمالي پولې د امنیت ټینګولو ته واړوه چیرې چې اسرائیل له حزب الله سره په جګړه بوخت دی.

د ایران د ګڼو خبرداریو او د اپریل راهیسې پر اسرائیل باندې د تهران دوهم مستقیم برید، په اسرائیل او سیمه کې اندېښنې پارولي دي.

اسرائیل ویلي چې اکثره توغندي خنثا شوي او دوه کسان د مرمیو په پارچو ټپي شوي دي.

په لویدیځه غاړه کې فلسطیني سرتیري د ایران د توغندیو د ټوټو د لوېدلو له کبله د وژل شوي فلسطیني وګړي مړی لیږدوي.

په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اریحا ښاروال حسین حمایل وویل چې په دغه ښار کې یو فلسطینی د راکټ د ټوټو د لوېدو له کبله وژل شوی دی.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: "ایران نن شپه لویه تېروتنه وکړه او ددې قیمت به پرې کړي... موږ پر هر هغه چا برید کوو چې پر موږ برید وکړي."

د دفاع وزیر یواف ګلانت هم د بدل اخیستلو ګواښ کړی دی.

ګلانت په یو بیان کې ویلي: "ایران یو ساده درس نده ترلاسه کړی. هر هغه څوک چې پر اسرائیل برید کوي، [ددې کار] درنده بیه پرې کوي."

دا مطلب هم ولولئ د اسرائیل او امریکا خبرداری : د ایران برید به 'جدي عواقب' ولري

د ایران انقلابي ګارډ ویلي، پر اسرائیل د توغندیو بریدونه تېره اونۍ د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو او همدا راز د جولای په میاشت کې په تهران کې په یو برید کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې شوي دي.

ایران ویلي ددې برید بله موخه د انقلابي ګارډ د قدس ځواکونو د قومندان عباس نیلفروشان غچ اخیستل و. نوموړی په بیروت کې په برید کې له حسن نصرالله سره یو ځای وژل شوی و.

اسرائیل همدارنګه په روانه اونۍ کې په لبنان کې د ځمکنيو عملیات د پیل کولو خبر ورکړ. حزب الله د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هغو اسرائیلي ځواکونو سره یې نښته کړې چې لبنان ته یې د اوښتلو هڅه کوله.

په لبنان کې د سپتمبر له نیمایي راهیسې د تاوتریخوالي د زیاتیدو له امله تر زرو زیات کسان وژل شوي او په سلګونو زره نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.