اسرائيل غزې ته د بشري مرستو انتقال لپاره خپل شمالي سرحدونه پرانیزي

اسرائیل د ولسمشر بایډن له خبرداري ورسته خپل شمالي سرحدونه پرانیزي چې غزې ته بشري مرستې انتقال شي

د اسرائيل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو دفتر د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري۱۶) وویل چې په موقت ډول به اجازه ورکړي د دغه هېواد د شمالي سرحد له لارې غزې ته بشري مرستې ولېږدول شي.

ولسشمر جو بایدن په یوې تیلیفوني مکالمې کې نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و که په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره اقدام ونه کړي، د اسرائیل په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.

د نتنیاهو دفتر ویلي‌ دي چې د 'اسدود' د بندر او 'ایرز' د سرحد له لارې به بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته انتقال شي. اعلامیه وايي دا کار به بشري مرستې زیاتې او دغلته د بشري بحران مخه ونیسي، خو اسرائيل ټېنګار کوي چې دا اقدام به د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې دوام تضمین کړي.

څو ورځې مخکې د اسرائيل هوايي ځواکونو په غزې کې په یو برید کې د یوې امریکا مېشتې خیریه ادارې اووه کارکوونکي ووژل، له دغې پېښې وروسته په اسرائيل باندې نړیوال فشارونه نور هم زیات شول.

جوبایډن د پنجشنبې په ورځ په یوې تیلیفوني مکالمې کې نتنیاهو ته وویل چې په غزې کې "په مرسته رسوونکو هوايي بریدونه او په عمومي ډول بشري وضعیت د منلو نه دي". هغه دا خبره هم ورته کړې وه که تل ابیب خپله تګلاره بدله نه کړي، واشنګټن به د خپلې تګلارې په بدلولو مجبور شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاندې ادریین واتسن وویل امریکا د اسرائيل د دغه اقدام، چې د ولسمشر بایډن په غوښتنه شوی، هرکلی کوي.

هغې وویل: "غزې ته د بشري مرستو د مستقیم انتقال لپاره د اسدود د بندر او د ایرز د سرحد د پرانیستلو ژمنې... او له اردن څخه غزې ته د بشري مرستو د پام وړ زیاتولو اقدامات اوس باید په بشپړ او عاجل ډول تطبیق شي."

د حماس د ډلې او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل راهېسې اسرائیل غزه محاصره کړې، ملګرو ملتونو اسرائیل تورنوه چې غزې ته بشري مرستې نه پرېږدي او هلته یې د کړکیچ زېږوونکې لوږې په اړه خبرداری ورکړی و.

خو اسرائيل دا تورونه ردوي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا ۱۱۶۰ تنه یې ووژل. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۳۳زره ډېر کسان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او غزه کنډواله شوې ده.