نتنیاهو: نه پرېږدو ایران اتومي ‌وسله ولري

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ اتمه) وویل د دې لپاره چې ایران اتومي وسله ترلاسه نه شي کړای، هر څه یې چې په وس کې وي، وبه یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي‌ که لویدیځ په ایران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا لګولو ګواښ روان ساتي، تهران به هم د خپلو اتومي وسلو نظریه او لارښود بدل کړي.

نتنیاهو د اسرائيل ۱۴م نشراتي شبکې ته په مرکې کې وویل: «هر څه چې په توان کې لرم، وبه یې کاروم چې په یو اتومي ځواک باندې د ایران د بدلېدو مخه ونیسم. د استفادې وړ له ټولو سرچېنو څخه به کار واخلم.»

نوموړي تېره ورځ له لبنان سره د اوربند له تړون وروسته وویل چې په ایران به تمرکز کوي، خو دا چې د ایران په اړه به څه اقدام کوي، معلومات یې ورنه کړل.

ایران په روان کال کې دوه ځلې په اسرائيل باندې غچ اخیستونکي بریدونه وکړل او اسرائيل یې په ځواب کې په ایران باندې محدود ځوابي بریدونه وکړل.

ایران ټېنګار کوي چې د اتومي پروګرام هدف یې سوله ایز دی او د اتومي انرژۍ د سازمان د معلوماتو په اساس، ایران تر دې دمه خپل یوه اندازه یوریانیم ۶۰فیصده غني کړي. د اتومي وسلو د جوړولو لپاره ۹۰فیصده غني شويو یوریانیمو ته ضرورت دی.

عباس عراقچي، له بریتانیا، فرانسې او جرمني سره د ایران له خبرو وروسته د ګارډین ورځپاڼې ته وویل چې هېواد یې د بندیزونو د لېرې کېدو او نورو ژمنو له کبله ستړی شوی او د ایران د اتومي وسلو په نظریې او لارښود کې د تغیراتو په اړه بحثونه زیات شوي.

عراقچي وویل: «موږ د اوس لپاره داسې کوم هوډ نه لرو چې تر ۶۰ فیصده زیات یوریانیم غني کړو او اوس مو همدا تصمیم دی. بیا یې وایم چې موږ د دغې ستونزې د باعزته حل لپاره د همکارۍ ښه لاره غوره کړې ده.»

هغه زیاته کړه که لویدیځ د ملګرو ملتونو د ټولو بندیزونو د بیا لګولو په اړه ګواښ کوي، «امکان لري‌ چې په ایران کې دننه بحث د اتومي وسلو د لرلو په اړه بدل» شي.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو سره اتومي‌ تړون وکړ، د تړون په اساس، په ایران باندې به اقتصادي‌ بندیزونه لېرې کېدل او په بدل کې به یې ایران خپل اتومی پروګرام محدود کړی وای.

خو په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا له دغه تړون څخه واېستله او په ایران یې بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

ایران هم اقتصادي تړون څخه سرغړونه وکړه او په بدل کې یې خپل یوریانیم ۶۰ فیصده غني کړي.