نتنیاهو وایي د حزب الله ډلې یې په بې پیلوټه الوتکه د 'ترور' هڅه کړې وه

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران له ملاتړ برخمنې په حزب الله ډلې تور ولګاوه چې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په مرستې یې د هغه د وژلو هڅه کړې وه.

د نیتیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا برید له لبنان څخه شوی دی او هدف یې په قیصاریه کې د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو کور و.

پخپله نیتنیاهو او میرمن یې د برید پر مهال په کور کې نه و او سره لدې چې اسرائیل وایي برید د لبنان څخه شوی و او ملامتي یې د حزب الله په وسله والې ډلې اچولې خو تر اوسه پخپله حزب الله نده تائید کړې چې برید دوي کړی.

د اسرائیل صدراعظم تر برید وروسته په یوې اعلامیې کې ویلي، "د ایران نیابتي ډلې حزب الله ډلې لخوا زما او زما د میرمنې د ترور ناکامه هڅه جدي غلطي ده".

نیتنیاهو پرته لدې چې په اعلامیې کې نور جزیات ورکړي او د کوم ځانګړي هیواد یا ډلې نوم واخلي، یوازې دومره ویلي "هر څوک چې اسرائیلي اتباعو ته د زیان رسولو کوښښ وکړي، درنه بیه به ادا کاندي".

د اسرائیل د مشر په کور دا برید داسې مهال کیږي چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله وسله وال او د اسرائیل ځواکونه جنګیږي او تر دې وړاندې د غزې د رفح په ښارګوټي کې د حماس سیاسي مشر، یحیی سنوار هم د اسرائیلي ځواکونو د بې پیلوټه يا ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د لبنان څخه په اسرائیل د بې پیلوټه الوتکو درې بریدونه شوي و چې دوه یې شنډ شوي و او دریم یې د نتنیاهو کور سره نږدې لګیدلې خو چا ته پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.

په عین حال کې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائیل کاتز بیا ویلي چې د نتنیاهو په کور د بې پیلوټه الوتکې دا برید د ایران د حکومت اصلي څیره ښیي او د اکس په شبکې یې په ایران تور لګولی چې په سیمې کې سیمه ایزې نیابتي ډلې پالي.

د اسرائیل د مشر په کور دا برید داسې مهال کیږي چې د اسرائیل امنیتي ځواکونه نه یوازې په غزې او لبنان کې د حماس او حزب الله ډلو په خلاف جنګیږي بلکې دا هیواد همدارنګه دیته تیاری نیسي چې په ایران ځوابي برید وکړي.

ایران د روانې میاشتې په سر کې په اسرائیل څه باندې ۱۸۰ بالاستیک توغندي وار کړل او ویلي یې و چې دا یې په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله مشر، حسن نصرالله وژلو غچ اخیستو په خاطر کړیدي.

متحده ایالاتو او اسرائیل دواړو خبرداری ورکړی و چې د ایران برید به ناوړه عواقب ولري او اسرائیل ګواښ کړی چې په ایران به ځوابي برید کوي.

خو بل پلو بیا ایران خبرداری ورکړی چې که اسرائیل ورباندې برید وکړي تهران یې د "پریکنده او پښېمانه کوونکي" ځواب ورکولو ته چمتو دی.