د حزب‌الله د مشر وژل کېدو ته سیمه‌ییز او نړیوال غبرګونونه

د لبنان د حزب الله ډلې مشر،‌حسن نصرالله چې د جمعې په ورځ د اسرائیل په هوايي برید ووژل شو.‌

د لبنان د حزب‌الله مشر سید حسن نصرالله د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې شپږمه) د لبنان د پلازمینې بیروت په جنوبي څنډه کې د دغې پر مرکزي دفتر باندې د اسرائيل په هوايي برید کې ووژل شو. د هغه وژل کېدو ته په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي‌ دي.

متحده ایالات

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې د حسن نصرالله وژل کېدل، د زرګونو ملکي امریکایي، اسرائیلي او لبناني وګړو په ګډون د ګڼ شمېر قربانیانو لپاره عدالت بللی دی.

په اعلامیې کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن په حواله ویل شوي: "متحده ایالات د حزب‌الله،‌ حماس، حوثیانو او ټولو هغو ترهګرو ډلو په وړاندې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي،‌ د ځان څخه د دفاع لپاره د اسرائیل له حق څخه په بشپړ ډول ملاتړ کوي. همدا پرون مې خپل د دفاع وزیر ته امر وکړ چې په منځني ختیځ کې د تیري د مخنیوي او د پراخ سیمه‌ییزې جګړې د ګواښ د کمولو لپاره د متحده ایالاتو د ځواکونو دفاعي موقعیت پیاوړی کړي."

اعلامیه زیاتوي:‌ "په ټوله کې زموږ هڅه دا ده چې له دیپلوماتیکو لارو څخه په غزه او لبنان کې د روانو شخړو کچه راټیټه شي. په غزه کې موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ملاتړ د اوربند پر سر توافق او د یرغمل شویو د ازادولو په لټه کې یو. په لبنان کې موږ د یوې داسې معاملې پر سر د مذاکرې په حال کې یو چې خلک په خوندي ډول په اسرائيل او د لبنان په جنوب کې خپلو کورونو ته ستانه شي. وخت یې رسېدلی دی چې دا تړونونه وشي، د اسرائیل په وړاندې ګواښونه لرې شي او د منځني ختیځ پراخه سیمه زیات ثبات ومومي."

روسیه

روسیې د شنبې په ورځ‌ د حسن نصرالله د وژنې له کبله اسرائيل په کلکه محکوم کړ او له هغه هېواد څخه یې وغوښتل چې په لبنان کې خپل پوځي‌عملیات ژر ودروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل:‌ "موږ په قاطع توګه د اسرائيل لخوا وروستی سیاسي وژنه غندو او یو ځل بیا په ټینګار سره له اسرائيل څخه غواړو چې ژر خپل پوځي اقدامات ودروي."

ایران

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي د حسن نصرالله د وژل کېدو د خبر له تائید وروسته په ایران کې د پنځو ورځو عمومي ماتم اعلان کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د حسن نصرالله د وژنې تسلیت ویلی او متحده ایالات یې د هغه په وژنه کې په "لاس لرلو" تورن کړی دی.

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف د شنبې په ورځ وویل چې د لبنان په پلازمینه کې په یو هوايي‌ برید کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله وژل به د اسرائيل د "ویجاړېدلو" په بیه تمام شي."

د ایسنا خبري اژانس د عارف له قوله ویلي:‌"د اشغالګر رژیم مشرانو ته خبرداری ورکوو چې په ناحقه توګه د وینې تویول په ځانګړې توګه د حزب‌الله د مشر شهید حسن نصرالله وژنه به د هغوی د له منځه تللو په بیه تمام شي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزرات د شنبې په ورځ وویل چې د حزب‌الله او اسرائيل ترمنځ د پولې په اوږدو کې له یو کلنې نښتو وروسته پر بیروت د اسرائيل په هوايي برید کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو سربېره به د هغه لارې ته دوام ورکړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: "د سید حسن نصرالله د مقاومت ویاړلې لاره به دوام ومومي او د قدس د ازادی لپاره به د هغه ارمان پوره شي،‌ انشا‌ءالله."

اسرائيل

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائيل کاټز د شنبې په ورځ وویل چې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله د "وژلو مستحق" و او پر بیروت د اسرائيل برید چې په کې هغه ووژل شو یو پر ځای اقدام و.

کاټز د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي:‌ "د نصرالله له منځه وړل د ترهګرۍ په وړاندې یو له تر ټولو پر ځای اقداماتو څخه دی چې اسرائيل ترسره کړی دی."

ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حزب‌الله د مشر له وژل کېدو وروسته په ایکس‌پاڼه کې د هغه د نوم له اخیستلو پرته پر لبنان وروستي بریدونه غندلي دي او هغه یې د اسرائيل له خوا د "نسل وژنې،‌ اشغال او یرغل" سیاست بللی دی.

اردوغان ویلي چې اسلامي نړۍ باید د اسرائيل په وړاندې یو "غوڅ دریځ" خپل کړي.

فلسطین

د فلسطینیانو مشر محمود عباس د شنبې په ورځ په یو بیان کې حزب‌الله ته د حسن نصرالله د وژل کېدو تسلیت ویلی دی.

په بیان کې همداشان راغلي‌ چې عباس "د لبنان دولت او د لبنان ورور ملت ته د اسرائيل په وحشیانه تیري کې د ملکیانو په شهادت ډاډګیرنه وايي."

بلخوا د حماس ډلې هم د نصرالله وژنه کلکه غندلې ده او د لبنان پر جنوب باندې بریدونه یې د "صهیونیستانو وحشیانه تیری او د مسکوني ودانیو په نښه کول"بللي دي.

دغې ډلې په خپل بیان کې ویلي: "موږ د نصرالله د شهادت له کبله د حزب‌الله له وروڼو او د لبنان له اسلامي مقاومت سره د خپل تسلیت او پیوستون څرګندونه کوو. موږ دا یو بزدلانه تروریستي اقدام ګڼو".

عراق

د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د حزب‌الله د مشر وژل کېدل غندلی او هغه یې یو داسې جنایت بللی دی چې په وینا یې له ټولو سرو کرښو څخه د صهیونیستي رژیم د تېرېدلو څرګندونه کوي.

هغه په یو بیان کې د بیروت پر جنوب باندې د اسرائيل بریدونه "شرمناک برید" بللی او نصرالله یې د "صالحانو د شهید" په توګه ستایلی دی.

حوثیان

د یمن حوثيانو هم په یو پیغام کې ویلي چې د نصرالله د وژل کېدو له امله غمجن دي او زیاته کړې یې ده:‌ "د هغه شهادت... د سرښندنې ځواک... عزم او دوام لا زیاتوي."

سوریه

سوریې هم د شنبې په ورځ د کورنیو جګړو پر مهال د دمشق د یو اصلي ملاتړ په توګه د حز‌ب‌الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدل غندلی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي:‌ "صهیونیستي (اسرائیل)‌ د کرکې ډک په دغه تېري کې یو ځل بیا د ټولو نړیوالو معیارونو او قوانینو په وړاندې خپل بربریت او بې اعتنايي تائیدوي."

د لبنان حزب‌الله او د اسرائيل پوځ د شنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې اوومه) تائید کړل چې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله پر بیروت باندې د اسرائیل د هوايي ځواکونو په یو برید کې وژل شوی دی.

حزب‌الله په یو بیان کې وویل:‌ "د حزب‌الله مشر، سید حسن نصرالله چې شاوخوا ۳۰ کاله یې ددې ډلې مشري کوله، له خپلو لویو او تلپاتې شهیدانو ملګرو سره یوځای شوی دی."