ملګري ملتونه اسرائیل ته: لویدیځه غاړه کې غیرقانوني الحاق بند کړئ

تصویر: ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې میشل باچلت له اسرائیل وغوښتل چې په لویدیځه غاړه کې خپل غیر قانوني الحاق ودروي.

مېرمن باچلت د دوشنبې په ورځ جون۲۹ (چنګاښ۹) پر اسرائیل غږ وکړ چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطین د اشغال شوي قلمرو د ځینو برخو د الحاق او ضمیمه کوونې پلانونه ودروي.

هغې خبرداری ورکړ چې د اسرائیل دغه پلان به خونړیو جګړو ته لار پرانیزي.

مېرمن باچلت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "دا الحاق غیر قانوني دی. زه په دې اړه ډېره اندېښنه لرم، د یوې وړې برخې الحاق هم ښایي تاوتریخوالی زیات کړي او انسانان په کې ووژل شول."

د رویټرز خبري اژانس وايي چې تر میرمن باچلت مخکې فلسطینیانو، عربو هېوادونو، ایتلافیانو یې او نورو بهرنیو حکومتونو هم د اسرائیل دا پلان غندلی و.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو پلان لري چې په دغه سیمه کې پر یهود مېشتو ښارګوټو باندې د اسرائیل حاکمیت وغځوي.

ټاکل شوې چې د اسرائیل کابینه د چهارشنبې په ورځ جولاۍ۱ د دغو سیمو د یوځای کولو او الحاق په اړه رسمي بحث پیل کړي.