امریکا: غزې کې د اسرائیل–حماس تر منځ د اوربند احتمال ډیر شوی

د متحده ایالاتو د سپینې ماڼۍ ملي امنیت شورا سلاکار جیک سولیوان وایي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند کیدو احتمال ډیر شوی.

ښاغلي سولیوان یکشنبه ډسمبر لومړۍ ( لیندۍ ۱۱) د سي ان ان تلویزون سره په مرکې کې وویل چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د اوربند کیدو څخه وروسته په غزې کې هم د اوربند احتمال ډیر شوی.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي امنیتي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي او په ځانګړې توګه د اوربند کیدو وړاند وینه وکړي، یوازې دومره وویل چې متحده ایالات او نور منځګړي هیوادونه "ښایي ددې فرصت ولري چې په غزې کې ۱۴ میاشتنۍ جګړه ختمه کړي".

د امریکا تر څنګ، قطر او مصر پدې خبرو کې منځګړتوب کوي او د حماس ډلې هم ویلي چې په غزه کې "اوربند ته چمتو ده" او د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اسرائیل فشار راوړي.

د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم د فرانس پرس اژانس ته وویل، "حماس په غزه کې اوربند ته چمتو دی که چیرې د اوربند وړاندیز وشي، په دې شرط چې د اسرائیل لخوا ورته درناوی وشي."

هغه وویل، "موږ د متحده ایالاتو پر ادارې او ټرمپ غږ کوو چې د اسرائیل پر حکومت فشار راوړي چې تیري پای ته ورسوي."

نعیم زیاته کړه، "حماس منځګړیو ته خبر ورکړی چې دوی د هر هغه وړاندیز چې ورته وړاندې شي پلوي دي کوم چې په غزې تړانګې کې د قاطع اوربند او د د پوځیانو د وتلو لامل شي او بې ځایه شویو خلکو ته اجازه ورکړي چې بیرته راستانه شي، یوه جدي معامله چې بندیان تبادله شي، د بشري مرستو ننوتلو او بیارغونې ته اجازه ورکړي."

دا مطلب هم ولولئ په لبنان کې له اوربند وروسته حماس وایي اوربند ته 'چمتو' دي

په عین حال کې د اسرائیل جمهور رئیس ایساک هیرزوګ هم تائید کړې چې د "پردې تر شا" خبرې روانې دي او د اوربند د امکان خبر یې ورکړی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار پدې د خبرو په هکله زیاته کړه، " مونږ په سیمې کې د مهمو لوبغاړو سره په ژوره توګه په خبرو اخته یو. نورې خبرې او مشورې به کیږي او زمونږ هیله ده چې د اوربند او برمته شویو کسانو تبادلې په هکله به معامله وکړو خو لا نده شوې".

په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل حملې هغه وخت پیل شوي چې د حماس وسله والو د تیر کال اکټوبر میاشتې په سر کې د اسرائیل په جنوب کې بریدونه وکړل، نږدې ۱۲ سوه تنه یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا په غزې کې د اسرئیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۴۳۰ تنه وژل شوي چې د دې تړانګې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.