د اسرائیل د صدراعظم دفتر دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) اعلان وکړ چې ائتلافي حکومت ړنګیږي او نوي انتخابات به وشي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې صدراعظم نفتالي بنیت او ائتلافي ملګری یایر لاپید یې په راتلونکو څو ورځو کې د هیواد پارلمان منحل کوي او ښاغلی لاپید به د نوي حکومت تر جوړیدو پورې د هیواد سرپرست صدراعظم وي.
د اسرائیل اوسنی حکومت چې مشري یې صدراعظم نفتالي بنیت کوي څه باندې یو کال کیږي چې واک ته رسیدلی. حکومت د اتو ګوندونو د ائتلاف څخه جوړ شوی چې د ښي اړخو، لیبرالانو او عرب مسلمانو ګوندونه پکې برخه لري.
خو دا ائتلاف وروسته تر هغه په ماتیدو شو چې د صدراعظم بنیت ګڼ شمیر ملګرو هغه سره لاره بیله کړله. هغوي چې ائتلاف یې پریښی ادعا کوي چې ښاغلي بنیت د خپلو ائتلافي ملګرو سره د حده ډیر جوړجاړی کوي.
د اسرائیل د حکومت او پارلمان منحل کیدل پخواني صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ته دا فرصت برابروي چې یو ځل بیا واک ته راشي. هغه څه باندې ۱۲ کاله د اسرائیل صدراعظم و خو اوس د دې هیواد تر ټولو د ستر سیاسي مخالف ګوند مشر دی.
ښاغلي نیتن یاهو د حکومت منحل کیدل د میلونونو اسرائیلیانو لپاره "ښه زیری" بللی او دا وړاند وینه یې هم کړی چې د لیکود ګوند چې دی یې مشري کوي، د اسرائیل د نوي حکومت مشري وکړي.
اوسني صدر اعظم تیر کال وروسته تر هغه د ائتلافي حکومت په جوړولو مجبور شو چې پدې هیواد کې څلور ځله انتخابات وشول خو هر ځل یې نتیجه نه ورکوله. دا به په تیرو دریو کالونو پنځم ځل وي چې په اسرائیل انتخابات کیږي.
په عین حال کې د اسرائیل د دفاع وزیر بني ګانتز ویلي چې د په انقتالي دورې کې به هم حکومت خپل کار ته دوام ورکاندي.
په اسرائیل کې دا حکومت پداسې حال کې بدلیږي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په څو اوونیو کې دې هیواد ته ولاړ شي.