اسرائیل کې یوه ډله نیول شوې چې د ایران لپاره یې جاسوسي کوله

د اسرائیل پولیسو او یوې استخباراتي ادارې دوشنبه اکټوبر ۲۱ ( تلې ۳۰) ویلي چې د هیواد په شمال کې یې یوه اووه کسیزه ډله نیولې چې د ایران د استخباراتي ادارو لپاره یې معلومات راټولول.

د شن بیت استخباراتي ادارې او پولیسو په ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې نیول شوي اووه واړه اسرائلیان دي او په پلټنو کې څرګنده شوې چې دې کسانو د اسرائیل د پوځي اډو، انرژۍ او بندري زیربناوو په هکله استخباراتي معلومات راټول کړي و.

ایران او اسرائیل معمولاً د یو بل اتباع د جاسوسۍ لپاره استخداموي.

د اسرائیل پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې د نیول شویو کسانو له خولې تر لاسه شوي معلومات ښیي چې په امنیتي چارو کې دومره کاستي بې سارې ده.

سره لدې چې په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي آیا د جاسوسۍ دې شبکې ایراني چارواکو ته څه ډول معلومات ورکړي خو د شن بت په استخباراتي ادارې کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې د دوي ارزیابي څرګندوي چې ددې ډلې کړنو د اسرائیل دولتي امنیت ته جدي خطر پیښ کړی .

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د دې کسانو نیول کیدو په هکله تبصره نده کړې.

د اسرائیل د پولیسو په اعلامیې کې راغلي چې په نیول شویو کې دوه کمکي ځوانان هم دي چې د ایران استخباراتي ادارې د دې لپاره ګمارلي و په ټول اسرائیل کې د نظامي اډو په هکله د معلوماتو راټولولو سلګونه کارونه وکړي.

په اعلامیې کې دا هم راغلي چې دې ډلې ته په ځانګړې توګه دنده ورکړل شوې وه چې په ټول اسرائیل کې د برښنا کوټونو، د هوایي او بحري ځواکونو نظامي اډو او د آیرن ډوم هوایي دفاع سیستم په هکله معلومات راټول او د ایراني چارواکو سره شریک کاندي.

پولیس وایي دې کسانو د ایران لپاره د جاسوسۍ کولو په بدل کې سلګونه زره ډالر اخیستل چې یوه برخه یې د ډیجیټلي پیسو د لارې ورکول کیده.

د شن بنت استخباراتي ادارې سرچینې همدارنګه ویلي چې په د پلټنو په ترڅ کې د دې ادارې اجنټانو او پولیسو ته ځیني مواد هم په لاس ورغلي دي چې د جاسوسانو دې شبکې تر لاسه کړي و او ایراني اجنټانو ته یې ورکړي و.

ټاکل شوې چې دا کسان په راتلونکو ورځو کې محکمې ته وړاندې شي او د اسرائیل څارنوالۍ لخوا به په رسمي توګه تورن شي. پولیسو ویلي چې دې کسانو د پیسو لالچ په خاطر دا کار کړي.