اسرائیل د امنیتي اندیښنو له کبله ښوونځي تړي

د اسرائیل پوځ شنبه اپریل ۱۳ ( وري ۲۵) اعلان وکړ چې د امنیتي اندیښنو له کبله په ټول هیواد کې ښوونځي تړل کیږي.

د پوځ ویاند دانیال هاګاري په یوې اعلامیې کې چې په تلویزیون کې خپره شوې ویلي چې سر د یکشنبې به په ټول هیواد کې "هیڅ ډول تعلیمي فعالیتونه" نه کیږي خو دا یې ندي ویلي چې ښوونځي به بیرته څه وخت پرانیستل کیږي.

په عین حال کې بیا د پوځ په یو لارښود کې چې په انټرنیټ کې خپور شوی، پکې ویل شوي چې دا احتیاطي تدابیر د دوو ورځو لپاره نیول شویدي.

د ښونځیو تړل کیدو پریکړې تر څنګ، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز هم هنګري او اطریش ته خپل سفر چې د مخکې څخه پلان شوی، ځنډولی دی.

د وزارت ویاند پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې د ښاغلي کاتز سفر د امنیتي وضعیت له کبله ځنډول شوی.

ها خوا د اسرائیل په ګاونډ کې د اردن سلطنت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په سیمې کې د جنجال له کبله خپل هوایي حریم تړي.

د اردن د هوایي چلند په اعلامیې کې ویل شوي و چې په لومړي سر کې د شنبې په ورځ یوازې د څو ساعتونو لپاره یې خپل هوایي حریم تړلی و خو وروسته یې اعلان وکړ چې په سیمې کې پرمختګونو ته په کتو به پدې پریکړې غور کیږي او د وخت سره سم به پریکړه کوي.

دا ټول داسې مهال کیږي چې په مصر کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو په هکله د منځګړو هیوادونو تر منځ خبرې روانې دي.

په تازه پرمختګ کې د حماس ډلې د شنبې په ورځ ویلي چې د اوربند غوښتنې په هکله خپله پریکړه یې د مصر او قطر منځګړو ته سپارلې ده.

د حماس په اعلامیې کې یو ځل بیا په دایمي اوربند، د غزې تړانګې څخه په بشپړه توګه د اسرائیلي ځواکونو وتلو، بې ځایه شویو فلسطینیانو ته اجازه ورکول چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي او مرستندویه موادو ته په شدت ورکولو ټینګار شوی.

لا معلومه نده چې اسرائیل به د حماس دې غوښتنې ته څه ډول ځواب ووایي خو تر دې وړاندې د اسرائیل مشر بینیامین نیتناهو ټینګار کړی و چې د دایمي اوربند په هکله د حماس غوښتنه "خیالي" ده او په بشړه توګه د حماس ډلې له منځه وړلو هوډ یې څرګند کړی و.

د غزې په تړانګه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې په خپل بې ساري برید کې، د اسرائیلي مقاماتو په وینا، ۱۱۷۰ کسان ووژل چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۳۶۳۴ فلسطینیان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.