هغه قبیله چې شهزاده فیلیپ یې خدای ګاڼه

د ارام سمندر په یوې لرې پرتې جزیره تانا کې یوې قبیلې چې د بریتانیا د ملکې میړه یې خپل خدای ګاڼه او د هغه عبادت او پرستش یې کاوه، د هغه د مړینې وروسته یې د ماتم مراسم پیل کړي دي.

دغه ټاپو د وانواتو په هیواد کې پروت دی او خلک یې له اوږدې مودې راهیسې په دې باور دي چې شهزاده فیلیپ، د هغوی د معنوي نیکونو اولاد دی او تل یې دغې جزیرې ته د هغه د بیرته ورتګ دعا کړې.

ددې قبیلې د رسم و رواج سره بلد وګړي پیژوندنکی کرک هوفمن، وایي چې د شاهزاده فیلیپ، د مړینې د خبر له اوریدو وروسته ښایي دغه خلک د شهزاده چارلز پرستش ته مخه کړي.

هغه مراسم چې دغې قبیلې د شهزاده فیلیپ د مړینې لپاره پیل کړي ښایي څو اونۍ دوام وکړي. ښاغلی هوفمن وایي تشریفاتي ژړاوې، نڅاوې او د کاوا په نامه د سنتي شرابو څښل ددغو مراسمو له جملې څخه دي.

ښاغلی هوفمن وایي: "په تانا ټاپو کې شراب د مستۍ لپاره نه بلکه د معنوي نړۍ سره د مادي نړۍ د وصل کولو یوه وسیله ده."

شهزاده فیلیپ پدې وروستیو کې د ۹۹ کالو په عمر مړ شو، هغه په ۲۰۱۸کې دغه ټاپو ته تللی و او ددغې قبیلې د افتخاري رئیس په توګه ټاکل شوی و. هغه ددې ټاپو د لیدنې پر وخت د ناریال په کاسه کې د کاوا شراب هم څښلي و. د دغې ټاپو اوسیدونکو هغه کاسه ساتلې او پلان لري چې په راتلونکي کې پرې یو زیارت جوړ کړي.

داسې ګڼل کیږي چې ددې ټاپو خلکو په ۱۹۵۰او ۱۹۶۰لسیزو کې د شهزاده فیلیپ پرستش ته مخه کړې ده، کله چې هغه د ملکې الیزابت سره یوځای د وانواتو هیواد لیدلو ته تللی و.

ددې سیمې خلک پدې باور دي چې شهزاده فیلیپ، په اصل کې د تانا ټاپو دی خو په تیرو کلونو کې د میرمنې د موندلو لپاره بریتانیا ته تللی دی.