روسي ژبو جهادیانو د داعش لیکې غښتلې کړي

کارپوهان وایي چې روسي ژبي مسلمانان د داعش په لیکو کې رهبري کوونکی رول لري.

د رپوټونو له مخې د منځنۍ اسیا د هیوادونو قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان څه دپاسه ٥٠٠٠ جهادي جنگیالي د اسلامي دولت د ډلې یا داعش په لیکو کې جنگیږي.

کارپوهان وایي چې دغه روسي ژبي مسلمانان نه یواځې د داعش په لیکو کې رهبري کوونکی رول لري بلکې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې یې داسې ټولنې جوړې کړي چې په هغو کې خپل اولادونه د جهادیانو د دوهم نسل په توگه رزوي.

د هغو کارپوهانو د موندنو په بنسټ چې د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه له نژدې څاري، روسي ژبي جهادیان د داعش په لیکو کې د بهرنیو جنگیالیو دوهمه ډله ده چې د ٢٠١۴ کال د جون راهیسې یې شمیر درې برابره شوی دی.

د داعش په لیکو کې د مرکزي آسیا د جنگیالیو دود او دستور، عنعنې، نژاد او قومي جوړښت ښایي توپیر ولري، خو لږ تر لږه د سریلیک خط لیکل او لوستل د هغوی ترمنځ مشترک دی. د منځنۍ آسیا اکثر جهادیان چې هغوی ته "سریلیک مجاهدین" ویل کیږي د سوریې پولې ته نژدې د داعش په ادعا شوي پایتخت رقه ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

د رقه ښار روسي ژبي جهادیان د جمعې د ورځې د لمانځه خطابه د داغستاني ابوبکر په جومات کې په روسي ژبه اوري؛ د هغوی ځوانان او پوخ عمره کسان د عربي ژبې او د قرآن د تفسیر د زده کړې لپاره د ابومسلم اسلامي ښوونځي ته ځي. ماشومان یې هغو ښوونځیو ته چې په روسي ژبه تدریس کوي او د ابو حنیف جماعت تر نظر لاندې چې د قفقاز د داغستان څخه سوریې ته د جهاد لپاره راغلی قرآن او درسونه زده کوي.

د سوریې د دیر الزور ښار د ټولنیزو چارو فعال سالم الحمود، چې اوس په ترکیه کې میشت دی د داعش روسي ژبي جنگیالي د عربي او افریقایي سخت دریځو په پرتله ډیر متفاوت او با انظباطه گڼي. هغه وایي چې د داعش رهبري هغوی په مهمو دندو گماري په دې دلیل چې هغوی د سیمې له وگړو سره همدردي نه لري او لکه څنگه چې د نورو جهادیانو سره دومره نژدیوالی نه لري د الحمود په وینا د داعش د مشرانو له لورې د "باور وړ او ټینگ قوت" په توگه گڼل کیږي.

د برتانیې د اکسیتر پوهنتون څیړونکی ادوارد لیمن وایي چې روسي ژبي سختدریځو د داعش په لوړو مقاماتو کې ځای نیولی او د خپلو جنگي تجربو په وجه غښتلي جنگیالي گڼل کیږي.

ځایي خلک، نه اجیر شوي سرتیري

د عامه باورنو برخلاف چې روسي ژبي جنگیالي د معاش په خاطر د داعش له لیکو سره یوځای شوي، د هغوی اکثریت د سوریې دغه برخه خپل ټاټوبی گڼي او ځاونه اجیر شوي سرتیري نه بولي.

د داعش د پخواني جنگیالي باباجان قره بایف، په وینا چې بیرته تاجیکستان ته تللی، روسي ژبي جنگیالي د داعش تر ولکې لاندې سیمې خپل هیواد گڼي. باباجان په تاجیکستان کې د خراب اقتصاد په وجه روسیې ته د کار لپاره تللی و، خو د کار د لټې په ترڅ کې د داعش د جلب او جذب د ډلې منگولو ته ورغی.

باباجان وایي د داعش یو شمیر روسي ژبي جنگیالي د پیسو په خاطر جنگیږي، خو د هغه په وینا د هغوی اکثریت د مفکورې په خاطر د داعش سره یوځای شوي دي. باباجان وایي چې د یو اندازه پیسو د ترلاسه کولو سره سره څرنگه چې د داعش د نورو بهرنیو جنگیالیو په څیر یې ټینگه عقیده نه درلوده، د هغه ډلې څخه ووت.

داعش خپلو جنگیالیو ته د مالیې د نه ورکړې په څیر تشویقي مالي وړاندیزونه کړي دي، خو د کارپوهانو په اند هغوی چې د مالي ښیگڼو په خاطر د داعش لیکو ته ورځي، هلته زیات نه پاته کیږي.

ښاغلی لیمن وایي د داعش تبلیغات اکثر د هغوی تر ولکې لاندې سیمو کې د ژوند په مثبتو ښیگڼو تاکید کوي چې د مسلمانانو ترمنځ ورورولي او د یو خالص اسلامي دولت جوړیدل د هغه عمده برخه ده. هغه وایي ډیر لږ شواهد شته چې پیسې دې ددې ډلې د جلب او جذب د زیاتوالي عامل شوی وي.

په متحده ایالاتو کې میشته خبریاله او څیړونکې کترین پوتز، وایي چې د داعش اکثر روسي ژبي جنگیالي د کارگرو مهاجرو له ټولنې څخه استخدامیږي. هغه وایي چې اقتصادي لاملونه لکه د پیسو ژمنې او د ښه عاید درلودل هم د سخت دریځو ډلو د جلب او جذب د زیاتوالي سبب شوي دي.

د هویت کړکیچ

د داعش په لوړو چوکیو کې د گرجستان څخه د ابو عمر الشیشانی او د تاجیکستان څخه د گل مراد حلیموف په شان اشخاصو گمارل ددغې ډلې هغو روسي ژبو جنگیالیو ته د ملکیت او خپل توب حس وربخښلی دی، هغوی چې په خپلو هیوادونو کې د هویت له کړکیچ څخه زوریږي.

په نیویارک کې میشت د صوفان په نامه ډلې د موندنو په بنسټ اکثر "سریلیک جهادیان" د قفقاز له شمال په ځانگړې توگه د چیچین او داغستان نه د داعش سره یوځای شوي دي، هغه دوه سیمې چې د اسلامي سخت دریځۍ اوږد تاریخ لري.

په قرغزستان کې د د السراسی جومات امام راشوت کمالوف چې پیروان یې د داعش سره یوځای کیدو ته هڅول د ٢٠١٥ کال په فبرورۍ کې د دیني تنفر او د سخت دریځو اړوند موادو د درلودلو په تور په پنځه کاله بند محکوم شو. ددې سره سره هغه اوس هم د قرغزي ځوانو مسلمانانو په منځ کې محبوبیت لري.

یو شمیر کارپوهان وایي چې د اسلامي دولت د ډلې یو شمیر روسي ژبي جنگیالي په آزاده توگه د خپلو اسلامي عقایدو د بیانولو په خاطر ددې ډلې سره یوځای شوي دي.

د راغستان په نامه د ویبپاڼی د مسؤل نوح توکر، په اند چې د منځنۍ آسیا، قفقاز او جنوبي آسیا پر مسایلو تمرکز کوي، روسي ژبي جنگیالي په دې دلیل د داعش سره یوځای کیږي چې د هغوی په باور د اسلامي دولت ډله "فاضله مدینه" ده چې کلونه کلونه پسې گرځیدل. ځکه دوی فکر کوي چې د ټولو ستونزو عامل یې هغه گډوډۍ دي چې مسلمانان سرکوبوي.

که څه هم چې روسیه په څرگنده د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد ملاتړ کوي یو شمیر څارونکي ادعا کوي چې روسي مقامات سیمه ییز جهادیان هڅوي چې سوریې ته لاړ شي.

داغستاني سلفي ٣٢ کلن نادر ممدوف چې د ٢٠١۴ کال په اکتبر کې د وسلې د لرلو په تور د روسیې د امنیتي ځواکونو له لورې ونیول شو، له نیولو څخه څلور میاشتې وروسته په سوریه کې ولیدل شو.

یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې ممدوف د امنیتي کمزورتیا او تشې په خاطر نه بلکې د روسیې د قصدي ستراتیژۍ له مخې چې د ټولنې سردرد جوړونکي غړي بهر ته ولیږي، سوریې ته په تیښتې بریالی شوی دی.

ښاغلي توکر وویل "داسې رپوټونه شته چې د روسیې حکومت دجهادیانو سره پهمرسته کولو او له قفقاز څخه سوریې ته د سختدریځو په لیږلو کې فعاله مرسته کوي... چیرته چې هغوی د روسیې د هوایي پوځ له خوا بمبارد کیږي، هغه کار چې روسیه یې په قفقاز کې نه شي ترسره کولای."

د روسیې پوځي ځواکونو په دې وروستیو کې ادعا وکړه چې په سوریه کې یې څه دپاسه ٢٠٠٠ روسي جهادیان له منځهوړي دي.

روسي ژبي جهادیان د داعش تر ولکې لاندې سیمې د ژوند لپاره مطلوب او حتی د اوږدمهاله ژوند کولو د پلان سیمه گڼي، په دې خاطر چې هغوی ددې ډلې تر سیوري لاندې د خپلو اولادونو د روزلو هڅه کوي چې هغوی د جهادیانو د نوي نسل په توگه راپورته شي.

د سیریلیک جهادیانو د اولادونو ماغزه د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې په روسي ژبو ښوونځیو کې مینځل کیږي او پر هغوی باند روسي ډوله انظباط د سخت دریځو مسلمانو استادانو له لورې تظبیقیږي.

په منځنۍ آسیا کې یو شمیر مسلمانې کورنۍ په سوریه کې د داعش تر ولکې لاندې سیمو ته خپل اولادونه استوي، ځکه فکر کوي چې په دې کار سره به ښه راتلونکی ولري.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي رپوټ له مخې په څو وروستیو میاشتو کې له لسو کالو لاندې عمر ۸۵ ماشومان او ۳۶ تنه نوي ځوانان له قرغزستان څخه سوریې ته تللي دي.